لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دير کې امنییتې ځواکونو د شک من جنگیالو پر ضد عملیات پیل کړې دې


د پا کستان پوځ د عامو تعلقاتو ادارې اې ایس پې ار وویلې دې چې د عملیاتو پیل کیدو ورسته په نښتو کې د امنیتې ځواکونو د یو غړې په شمول په درځننونو شک من جنگیالې وژل شوې دې.

اې ایس پی ار د ادعا هم کړې دې چې وژل شوو تنانو کې د جنگیالو یو مهم مشر هم شامل دی خو د هغه نوم ېې نه دی ښودلی.

خپل یو مطبوعاتې بیان کې اې ایس پې ار وویل چې عملیات د صوبه سرحد او دیر ځاې خلکو په وینا د لر دیر لال قلعه او اسلام پوره سیمو کې پیل کړی شوی دی او د ایف سې ځواکونه پکښې برخه اخلې.

اې اېس پې ار وویل چې په کالا ډاگ سیمه کې د امنیتې ځواکو نو او وسله والو تر منځ سختې نښتې شوې دې چې پکښې د یو عسکر په گډون په درځننونو جنگیالې ووژل شوې دې. اې ایس پې ار ویل چې د دواړه غاړو تر منځ ډزې لا روانې وې.

نښته وروستو له هغې رامينځته شوه کله چې ددير په ميدان سيمه کې تندلارو دامنيتي ځواکونو په کوبرا هيلي کاپټر ډزېکړې اؤ بيا امنيتي ځواکونو په دغوتندلارو گوله باري پيل کړې وه.

تيره ورځ هم وسله والو طالبانو دسوات په قمبر سيمه کې دامنيتي ځواکونوديو کاروان مخه نيولې وه اؤ هغه يې سوات ته نۀ وؤ پريښي.

دطالبانو وياند حاجي مسلم خان ويلي دي حکومت حالات خرابول غواړي ځکه سيمې ته نور پوځيان راليږي.

سرچينې وايي په دير سيمه کې دطالبانو دسيوا شوي فعاليت دمخنيوي دپاره امنيتي ځواکونو نورې پوستې هم جوړې کړي دي اؤ ددې ترڅنگ پهگڼ شمير عسکر ځايې پځايې کړل شوي.

سرچينې وايي ځايې خلکو هم په سيمه کې دطالبانو دموجوديت په خبرترلاسه کولو لښکر جوړ کړى دى.

بل لوري دخالي په ورځ په کوز دير کې دترسره شوې بمي چاؤدنې له امله دوژل شوؤ ماشومانو شميره ١٣ ته رسيدلې اؤ دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو مشاور رحمان ملکددغې چاؤدنې مسؤليت دطالبانو په اوږو اچولى دى.

خبريالانو ته ښاغلي ملک ويلي دي ددغه بمي بريد سره دورانکارو مخونو څخه نقاب پورته شوى دى.

دصدراعظم صلاح کار وايي کۀ چرې ورانکاري سر په ليکه کښينږدي نو حکومت به دهغوي په ضد په سختو گامونو اخستو مجبوره شي.

همدغه راز دبونير سيمې څخه دطالب جنگيالو دوتلو له اعلان وروستو داتوار په ورځ د امن لاريون ويستل شوى چې پکې دسياسي اؤ مذهبي گوندونو دغړو په گډون په سلگونو خلکو گډون کړى دى.

ځايې خلک وايي سيمې څخه دطالبانو دوتلو له اعلان باوجود په ځينو سيمو کې اوس هم دسوات څخه راغلي طالبان ليدل کيږي.

داتوار په ورځ دبونير په سواړۍ ميدان کې يوه ستره جرگه هم ترسره شوې خو په دغه جرگه کې طالبانو برخه نۀ ده اخستلې.

دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دبونير دامن جرگې دسيوري لاندې دغه جرگې ترڅو ساعتو دوام وکړو.

جرگې ته وينا والو وويل حکومت دې سيمه کې دشرعي نظام پځايې کولو لپاره عملي گامونه واخلي گنې ځايې خلک به دطالبانو په ملاتړ کولو مجبوره شي.

په دغه جرگه کې دبيلا بيلو سياسي گوندونو اؤ تحريک نفاذ شريعت محمدي غړو هم برخه لرله.

XS
SM
MD
LG