لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ ویاند : بونیر کې عملیات پېل کړل شوي دي


دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس ويلي دي دصوبه سرحد په دير سيمه کې دتندلارو په ضد عمليات پايې ته رسيدلي اؤنن ماذيگر٤ بجې دسوات څخه دصوبه سرحد بونير سيمې ته دراغلو طالبانو په ضد عمليات پيل کړل شوي دي.
دملاکنډ سيمې په هکله ميډيا سره خبرو کې نوموړي وويل له کوز دير څخه تندلاري وويستل شول.
پوځي وياند وويل ددير عملياتو په مهال 75 تندلاري ووژل شول اؤ10ؤ پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
جنرال اطهر عباس وويل په بونير سيمه کې دحکومت په وينا نن ٤ بجې عمليات پيل کړل شوي دي چې دتندلارو دله مينځه وړلو پورې به دوام ولري.
دهغه وينا وه دمليشه ځواکونومشر ددغه عملياتو قومانده په غاړه لري اؤ په عملياتو کې دپوځ اؤ مليشه ځواکونه برخه اخلي.
نوموړي وويل جنگي الوتکې هم په دغه عملياتو کې کارول کيږي.
دپوځي وياند له مخې په بونير کې تر 500ؤ تندلاري موجوددي اؤ هغوي ته پيسې اؤ وسلې دنامعلومه منابعيو څخه ترلاسه کيږي.
ميجر جنرال اطهر عباس وويل دغه تندلاري دځان سره عصري مخابراتي وسيلې هم لري.
دبونير دوضعيت په هکله دهغه وينا وه دبونير اولس دډار اؤ ويرې په چاپيريال کې ژوند کولو اؤ دحکومت لخوا دپرله پسې خبرداري باوجود تندلاري يواځې دسترگو تورولو په غرض دسيمې څخه وتل.
دهغه وينا وه دغلته تندلارو دښځو تگ راتگ محدود کړى ؤ، په غرونو يې مورچې جوړولې اؤ ځوانان يې په زوره خپلو ليکو کې جذبول.
ديوې پوښتنې په ځواب کې پوځي وياندوويل تندلاري پلازمينې اسلام اباد ته نۀ شي رسيدلى اؤ دمولانا صوفي محمد په لړ کې هيڅ معلومات نشته چې هغه څنگه اؤ په کوم حال دى

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG