لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي وياند: دبونير عملياتو کې 50 تندلاري وژل شوي دي


د صوبه سرحد په بونير سيمه کې نن په دوهمه ورځ هم دپاکستاني پوځيانو لخوا دتندلارو په ضد عمليات دوام لري اؤ پوځ په دغو عملياتو کې د50ؤ تندلارو دوژلو ادعا کړې ده.
پوځ وايي دبونير ضلعې مرکز ډگر يې دخپل واک لاندې راوستى دى.
په بونير کې دپوځي عملياتو پيل کيدلو سره سم په زرگونو کورنيو ددغه سيمې څخه خوندي سيمو ته کډې کړي دي اؤ اوس هم دکډو کولو دغه لړۍ دوام لري.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس دبونير عملياتو په هکله ميډيا ته داحوال احوال تيرولو په مهال ويلي دي دبونير عملياتو کې 50 تندلاري ووژل شول.
هغۀ وويل په دغو عملياتو کې 1 پوځي خپل ژوند دلاسه ورکړى اؤ3 ټپيان شوي دي.
پوځي وياند وويل تښتول شوى يو پوځي هم راخلاص کړل شوى دى.
دهغۀ وينا وه دامبيلې گټ غرونو څخه تندلاري سخت مقاومت کوي.
پوځي وياند وويل امنيتي ځواکونو دتندلارو دوه دچاؤديدونکو موادو ذخيرې له مينځه وړي دي.
جنرال اطهر عباس وويل تندلاري اولس خپلې مخې ته د ډهال په توگه کاروي خو مونږ هڅه کوؤ اولس ته لږ تر لږه زيان واوړي.
دپاک پوځ دعامه اړيکو څانگې (ايي ايس پي ار) څخه جاري شوي يو بيان کې ويل شوي دي نن دهيلي کاپټرو له لارې پوځيان ډگر اؤ شاوخوا سيمو کې کوز شول.
بيان زياتوي پوځيانو په دضلعې په مرکزډگر دکنټرول ترلاسه کولو وروستو سيمه کې له وړاندې څخه موجودو پوليسو اؤ مليشه ځواکونو سره په گډه دتندلارو په ضد ځمکنيو عملياتو کې برخه واخسته.
دبونير په ډگر، پيربابا،باباجي کنډ اؤ کړاکړ سيمو کې دتندلارو په سنگرونو په دمې دمې سره دجنگي هيلي کاپټرو څخه گوله باري دوام لري چې پکې دتندلارودگڼو ځالو دله مينځه وړل کيدو خبرونه ترلاسه شوي دي.
دبونير په ډگر اؤ پيربابا کې کرفيو پځايې ده اؤ لويې لارې دترافيکو په مخ تړل شوي دي.
همدغه راز سيمه کې دعملياتو له امله دسواړۍ بازار په بشپړ ډول تړل شوى دى.
بل لوري ته دبونيرد عملياتو له امله دسوات وضعيت يو ځل بيا دخرابيدو په لوري روان دى.
دسوات خوازه خيلې سيمې څخه نن ديو اولسي استازي يا کونسلراحمد ارشاد مړى ترلاسه شوى اؤ دبيلا بيلو سيمو څخه ٥ تنه تښتول شوي دي.
په سوات کې دتاؤژنو حالاتو له امله دسرښار مينگورې تر ټولو ستر کاروباري مارکيټ چينه بازار تړل شوى دى.
دسوات دبيلا بيلو سيمو څخه دوه پوليسان هم اؤ هم ٥ تبليغيان دنامعلومو وسله والو له لوري تښتول شوي دي.
ناتائيده راپورونه دا هم وايي چې نن په سوات امريکايي جاسوسي الوتکو الوتنې کړي دي چې ددغو الوتنو له امله په ځايې خلکو کې سخته ويره ترهه خوره شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG