لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې اختلاف گوند د گوانتانامو ځندان تړلو پلان خطرناک بللی دی


د امریکې جمهوررئېس باراک اوبامه ویلې دې چې په گوانتانامو، کیوبا، کې د شک من ترهگرو لپاره جوړ عسکرې ځندان به د راتلونکې کال د جنورۍ تر میاشتې پورې تړلی کیږې، خو د اختلاف ریپلیکن گوند د باراک اوبامه پلان خطرناک بللی دی.

په گوانتانامو کې تر دا وخت ٢۴١ تنان بندیوان دې چې د القاعده شبکې او طالبانو سره تعلق لرلو او د ترهگرۍ په تور کې نیولی شوې دې.

د امریکې میزورې ایالت نه د ریپبلیکن گوند سینیټر کټ بانډ واې چې باراک اوبامه هیڅ پلان نه لرې چې د گوانتانامو بندولو ورسته به هلته نیولی شوې تنان چرته لیږې او جمهوررئیس یواځې د ټول ټاکنو په محال کړی لوظ پوره کوی.

د ریپبلیکن گوند لخوا اونیز پیغام کې، سینیټر کټ بانډ وویل چې د باراک اوبامه پالیسې د امنیت پرځاې ښودنه غورکولو یو خطرناک مثال دی.

د زیارت په ورځ د امریکې ستر څارنوال ایرک هولډر د کانگرس غړو ته وویل چې ترهگر به نه خوشې کیږې اود امریکایانو امنیت به په خطر کې نه اچول کیږې. هغه زیاته کړه چې په گوانتانامو کې د هر بندې حال ته په ځانگړې توگه کتنه کیږې او تر دا وخت کومه فیصله نه ده شوې چې دهغه خلک به چرته لیگلی کیږې.

سینیټر بانډ واې چې امریکایان نه غواړې چې خوشې کړی شوې تنان دې بیرته د جنگ میدان ته لاړ شې. هغه وویل چې د امریکې دفاع وزارت یا پینټاگان ددې پخلی کړی دی چې ١٨ داسې تنان چې د گوانتانامو نه خلاص کړی شوې وو، بیا د امریکا خلاف جگړه کې بوخت شوې دې. او په ۴٣ نورو تنانو هم دداسې کولو شک دی.

په داسې محال چې ریپبلیکن گوند د امریکې د امنیت په اړه خبرې کولې، د ډیموکریټک گوند جمهوررئېس باراک اوبامه په هیواد کې دننه د اقتصادې بد حالۍ سره تړلې مسلو باندې بحث کولو. خپلې اونیزې وینا کې باراک اوبامه د بینکونو لخوا د قرض ورکولو نظام کې مشکلاتو ‏ذکر ووکړو.

د پخوانې جمهوررئېس جارج بش په واک کې د نیول شوو شک من ترهگرو لپاره په گوانتاناو کې جوړ کړی شوی ځندان د انسانې حقونو سازمانونو لخوا نیوکو سره مخ شوی دېی. او ویلې دې چې دغلته داساسې انسانې سرغړونې شوې دې. او د ځندان د بندولو غوتنه ېې کړې ده.

په جنورۍ کې د واک ترلاسه کولو ورسته باراک اوبامه ژمنه کړې ده چې د گوانتانامو بند به تړلی کیږې او دا امکان ېې څرگند کړی دی چې هلته نیول شوې څه خلک په امریکا کې عدالتونو ته وړاندې کیدی شې.

XS
SM
MD
LG