لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسرحد خوندي سيمو ته دکډوالو لړۍ نوره هم چټک شوې ده


دصوبه سرحد په سوات ، کوز دير اؤ بونير سيمو کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پیل کیدوورسته او د ځواکونو او جنگیالو تر منځ د نښتو له امله بې کوره شوؤ خلکو په امنیتې توگه خوندې سیمو ته دتگ لړۍ نور هم تنده شوې ده.

دسوات دکانجو، مينگورې ،قمبر، نمل، پيوچار، چارباغ، پيرگټ، تل گرام، چمتلئ، خوازه خيلې، مټې اؤ دکوز دير دميدان، حياسرئ، جندول، منډا څخه په لکونو ځايې خلک په کرفيو کې دنرمښت په مهال ددغو سيمو څخه خوندي سيمو ته وتلي اؤپه لکونو نور دوتلو په هڅه کې دي.

بې کوره شوي خلک چې زنانه، ماشومان اؤ بوډاگان هم پکې دي خوندي سيمو ته دسرپناه وړلو په مهال دسختو ستونزو سره مخ کيږي.

دپوځي عملياتو له امله دغه ځپل شوي خلک تر٤٠ؤ اؤ٥٠ؤ ميلونو پياده مزلې هم په غرونو اؤ په هواره کوي اؤ ځان خوندي سيمو ته په داسې حال کې وباسي چې ډک کورونه ترېدجنگونو له امله پاتې شوي دي.

دصوبه سرحد په چارسده ، مردان اؤ صوابۍ ضلعو کې دبې کوره شوؤ خلکو دپاره حکومت ٨ کيمپونه جوړ کړي اؤ ددې ترڅنگ يې تعليمي ادارې هم دهغوي استوگنې ته خوشې کړي دي.

دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو ته وويل تر دې مهاله په کيمپونو کې د٢٥ زره کورنيو يو لک اؤ څلويښت زره کسان ثبت کړل شوي اؤ ددوه نيمو لکو څخه زيات نور غيرراجسټر دي.

دميا افتخار حسين په وينا دغه دوه نيم لکو بې کوره شوؤ خلکو ته دصوبې په بيلا بيلو برخو کې خلکو پخپلو کورونو اؤ حجرو کې ځايې ورکړى اؤ حکومت هڅه کوي چې هغوي هم زر تر زره ثبت کړي.

ميا افتخار انديښنه وښودله چې دروانو پوځي عملياتو له امله ويره ده چې تر ٥ؤ لکو نور خلک هم بې کوره شي.

هغه وويل په قبائيلي سيمو کې دروانو عملياتو له امله هم له وړاندې څخه پينځه نيم لکه کسان بې کوره شوي چې په هغوي کې ١٧ زره کورنۍ دکيمپونو دننه ژوند کوي اؤ ٨٥ اتيا زره دکيمپونو څخه بهر دي.

داطلاعاتو صوبايي وزير وويل دملاکنډ دعملياتو له امله چې دبې کوره شوؤ خلکو لړۍ څومره په چټکتيا سره غځيږي نو په زړو اؤ نوؤ کيمپونو کې ددغو بې کوره شوؤ خلکو ځائيول به شونې نۀ وي.

دهغه په وينا حکومت هڅه کوي ددغو خلکو داستوگنې دپاره نور کيمپونه هم جوړ کړي.

هغه وويل صوبايي حکومت تر خپله وسه ددغو کډوالو دپالنې دپاره مرستې کړي دي خو په صوبه کې دناامنۍ دوضعيت له امله زمونږ اقتصاد خراب دى اؤ نۀ شو کولى په دومره لويې شمير دبې کوره شوؤ خلکو پالنه اؤ ساتنه وکړو.

نوموړي وويل مرکزي حکومت دملاکنډ دبې کوره شوؤ خلکو دمرستې لپاره ٥٠ کروړه روپۍ صوبايي حکومت ته ورکړي دي چې دغه پيسې په وړو کې دمالگې برابر دي.

هغه وويل بايد مرکزي حکومت په عاجل ډول ددغو بې کوره شوؤ کډوالو دپاره په لويې کچ مرسته اعلان کړي اؤ ددې ترڅنگ يې په نړيواله ټولنه هم دبې کوره شوؤ کډوالو سره دعاجلو مرستو غږ وکړو.

په مردان چارسده اؤ صوابۍ سيمو کې دکډوالو دکيمپونو دننه ميشته خلک گيله لري چې دهغوي سره هيڅ رقم مرستې نۀ کيږي اؤ خوراکي موادو اؤ دارو درملو ته سخته اړتيا لري.

په دغو کيمپونو کې يو شمير کورنۍ داسې هم شته چې تر دې مهاله ورته خيمې يا تمبوان هم نۀ دي رسيدلي اؤ په سپينه ډاگه شپې سبا کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG