لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاک پوځ وياند: دملاکنډ عملياتو کې ٧٥١ تندلاري وژل شوي دي


د پاکستان پوځی ویاند وایی دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دتندلارو په ضد چټک پوځي عمليات دوام لري.
ښاغلي عباس زیاته کړه چې د سوات په پيوچار سيمه کې دهيلي کاپټرو له لارې پاکستاني پوځيان دتندلارو په ضد عملياتو لپاره کوز کړل شوي دي.
سرچينې وايي پيوچار سيمه کې په گڼ شمير طالبان موجوديت لري اؤ دغه سيمه دطالبانو مرکز گڼلى شي.
دسرچينو وينا ده په پيوچار کې تندلارو ته په رزنيزو مرکزونو کې روزنه هم ورکول کيږي اؤ دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله هم په دغه سيمه کې ميشته دى.
جنرال اطهر عباس ادعا کړې ده چې تراوسه دملاکنډ عملياتو کې ٧٥١ تندلاري وژل شوي دي.
په پينډۍ کې دسوات عملياتو په هکله مطبوعاتو ته دحال احوال تيرولو په مهال جنرال اطهر عباس وويل عملياتو کې ٢٩ پوځيانو خپل ژوند دلاسه ورکړى اؤ ٧٧ نور ټپيان شوي دي.
هغۀ وويل دملاکنډ عملياتو کې امنيتي ځواکونو ښکاره گټې ترلاسه کړي اؤ دتندلارو په ضد چټک عمليات دوام لري.
دهغۀ وينا وه امنيتي ځواکونو په دينا بابا زيارت سيمه کې دتندلارو ځالې له مينځه وړي دي.
دپاک پوځ وياند وويل کانجو تاڼې اؤپر قلعې دبريد په مهال ٤ پوځيان وژل شوي دي
دهغه وينا وه امنيتي ځواکونو په مينگوره، پيوچار اؤ خوازه خيله کې مهمې لاسته راوړنې کړي دي.
سرچينې وايي نن په سوات اؤ ميدان سيمو کې دعملياتو په مهال نور ٢٨ تندلاري وژل شوي دي.
دپلئ امنيتي پوستې څخه تښتول شوى عسکر تندلارو وژلى اؤ يو بل تښتول شوى ډاکټر مبارک زيب له خبرو اترو څخه وروسته خوشې کړل شوى دى.
دسرچينو له مخې نن دسوات کبل تحصيل په امام ډهيرۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال ٤ تندلاري ووژل شول.
په ملاکنډ سيمه کې دتاؤژن وضعيت له امله تراوسه ٥ؤ لکو کسانو خوندي سيمو ته کډې کړي دي.
په دغو کډه کوونکو خلکو کې شاوخوا ٢ لکه کسان دحکومت له لوري دصوبه سرحد په بيلا بيلو سيمو کې جوړو شوؤ امدادي کيمپونو کې شپې سباه کوي
بل لوري ته په کوز دير کې هم دتندلارو په ضد عمليات روان دي اؤ دچکدرې تحصيل په گل اباد سيمه کې ديو سرکاري کالج دننه دتندلارو په جوړو شوؤ مورچو امنيتي ځواکونه گوله باري کړې ده چې پکې ١٦ تندلاري ووژل شول.
په ميدان کې هم بيگاه ټوله شپه په دمې دمې سره دتندلارو په شکمنو ځائيونو گولۍ وورول شوې چې له امله يې دتندلارو گڼې ځالې اؤ٨ جنگيالي ووژل شول.
سيمې ته نور پوځيان ته ليږدول کيږي.
دميدان تحصيل کې کرفيو پځايې ده اؤ دلارو دبنديدو له امله خلک ديو لړ ستونزو سره مخ دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG