د صوبه سرحد سوات،بونير اؤ کوز دير سيمو کې دتندلارو پر ضد دپاکستاني پوځيانو عمليات دوام لري اؤ د پاکستان ویاند په تېرو ٢۴ ساعتو کې ٥۴ جنگیالي وژل شوي دي.
د پوځ ویاند میجر جنرال اطهر عباس مطبوعاتو د حال تیرولو په وخت وویل عملیات ډیر په کامیابی سره دوام لري او ډیر زر به دغه سیمو نه جنگیالي ختم کړي.
نن د پاکستان پوځ مشر جنرال اشفاق پرویزکیاني هم د سوات سفر کړی دی او دغلته موجود پوځي مشرانو سره یې لیدل کتل کړيدي.
دسرچينو له مخې پاکستاني پوځيانو دکوز دير دحياسرئ په شابنډۍ سيمه کې د يونين کونسل دناظم ضياء الحق په کورد جنگي هيلي کاپټرو څخه گوله باري وکړه چې له امله يې دغه کور تباه شو اؤ پکې موجود ټول تندلاري ووژل شول.
همدغه راز دکوز دير په ميدان تحصيل اؤدکلپاڼۍ په بيلا بيلو سيمو، گل اباد،راموړه اؤ کيترياړي کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو په سنگرونو گوله باري کړې ده چې له امله يې دگڼو تندلارو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
په ميدان کې پرله پسې گرځ بنديز پځايې دى اؤ نورو سيمو کې دغرمې ٣ؤ بجو پورې کرفيو کې نرمښت شوى دى چې له امله يې گڼ شمير کورنۍ خوندي سيمو ته کډې وړي.
بل لوري ته په سوات کې دطالبانو ستر مرکز پيوچار کې هم د امنيتي ځواکونو پرمختگ دوام لري اؤ د هيلي کاپټرو له لارې قمبر، پيوچار، دکبل تحصيل په برنيو سيمو اؤ دمالم جبې په غرونوکې دتندلارو سنگرونه په گولو ويشتل کيږي.
همدغه راز دصوبه سرحد سرښار پيښور سره نزدې په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې هم دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته شوې ده چې له امله يې ٤ جنگيالي وژل شوي اؤ٢ عسکر ټپيان دي.
دغه نښته سحر شپږ بجې ددره ادم خيل په ملا خيل سيمه کې شوې ده.
په سيمه کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات دوام لري اؤ جنوبي ضلعې پيښور سره پيوست کوونکى کوهاټ ټنل يا سورنگ دهر رقم تگ راتگ لپاره تړل شوى دى.
تندلارو په اخوروال سيمه کې دهلکانو دلوړو زده کړو يو سکول هم په چاؤديدونکو موادو سره الوځولى دى.
د جگړې د حال په اړه تر اوسه پورې یواځینې سرچینې پوځ او یا بیا طالبان دي.
هم دغه وجه ده چې اکثره څیړونکي دپوځ او هم د طالبانودعوو ته د شک په نظر گوري خبریالان د جگړې ځایې ته ورتلې نه شي.
او په خپل سر بې طرفه رپوټونو ورکولی نه شي. که د مرگ ژوبلی او د ځایونونو د کنټرول په اړه دا دعوې ریښتېا وي.
نو اوس به کتې شي چې حکومت څومره زر لکونو بې کوره شوي خلک بېرته په خپلو کورونو کلو او ښاریو کې پرځایې کولې شي.