لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کياني : پوځ دې د جگړې په حال کې اولس خوندي وساتي


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني پخپلو عسکرو غږ کړى دى چې دصوبه سرحد سوات اؤ نورو سيمو کې دعملياتو په مهال دې مقامي خلکو ته تحفظ ورکړل شي.
دپاکستان دعامه اړيکو څانگې يا ايي ايس پي ار څخه جاري کړي خپل يو بيان کې دپوځ سرلښکر ويلي دي پاک پوځ سوات اؤ نورو سيمو کې دروانو عملياتو دبڼې څخه په ښۀ ډول خبر دى اؤ دتندلارو په ضد دغه روان عمليات به ډير زر کامياب شي.
دپاکستاني پوځ مشر ويلي دي دتندلارو په ضد هر رقم عملياتو له امله په لويه پيمانه تباهي اؤ دبې کوره خلکو ستونزه معمولي ده خو په دغسې سيمو کې دعملياتو په سم انداز کې کيدل، لږ ترلږه زيان اؤ دبې کوره شوؤ خلکو ملاتړ کولو سره عمليات دبرياليتوب درشل ته ننوتلى شي.
اخوا نن د پوځ د اطلاعاتو څانگې ویلي دسوات مهم مرکز پيوچار کنټرول يې ترلاسه کړى دى. د پوځ د اطلاعاتو څانگې په تيرو ٢٤ؤ ساعتو کې دسوات دننه د١١ؤ تندلارو دوژلو ادعا کړې ده چې پکې دتندلارو مهم کمانډر نصيب رحمان هم شامل دى.
دايي ايس پي ار لخوا جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي تندلارو سره په نښته کې ٤ پوځيان وژل شوي اؤ١٢ نور ټپيان شوي دي.
هغه وويل دبې کوره شوؤ خلکو پځايې کولو لپاره به پاک پوځ دحکومت اؤ نړيوالو مرستندويه ادارو سره ملاتړ کوي.
جنرال کياني پخپل بيان کې دپوځ مشرانو اؤ ځوانانو ته امر کړى دى چې دتندلارو په ضد پوځي عملياتو سره سره دې دکډه کوونکو جنگ ځپلو خلکو خيال هم وساتلى شي.
هغه وويل تاريخ کې په لمړي ځل پاک پوځ دخپل امروزه راشنو جنگ ځپلو ته دورکولو پريکړه کړې ده چې د٨٠ؤ زرو کسانو لپاره کافي دي.
هغۀ ويلي دي چې پاک پوځ به د٢٠٠٥م کال دزلزلې پشان دملاکنډ بې کوره شوؤ خلکو سره مرستې وکړي.
ښاغلي کياني په عسکرو غږ کړى دى چې بايد خلکو ته لږ تر لږه زيان ورسيږي.
دصوبه سرحد په سوات، دير اؤ بونير سيمو کې دا مهال دتندلارو په ضد چټک عمليات روان دي اؤ دپاک پوځ وياند جنرال اطهر عباس تيره ورځ مطبوعاتو ته دملاکنډ عملياتو دحال احوال تيرولو په وخت ادعا کړې وه چې دملاکنډ دريوؤ سيمو کې يې دعملياتو په مهال ٧٥١ تندلاري وژلي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG