لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان قامي اسمبلۍ کې دپوځي عملياتوملاتړ


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې نن په دوهمه ورځ هم دسوات دوضعيت په هکله خبرې اترې شوي دي اؤداسمبلۍ دغړو په سوات کې دتندلارو پر ضد دعملياتو د روانوعملياتوملاتړ کړى دى
دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار وويل په ملاکنډ سيمه کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات په کاميابۍ سره روان دي اؤ تندلاري په شاتگ مجبور شوي دي.
هغۀ وويل دتندلارو په ضد ددغو روانو عملياتودسرته رسولو وخت نۀ شي ورکړل کيدلى.
ددفاع وزير وويل په دغو عملياتو کې تراوسه دطالبانو کوم لويې مشر نۀ نيول شوى اؤ نۀ هم وژل شوى دى.
همدغه راز دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وويل په سوات کې دپاتې شوؤ خلکو په حفاظت سره دراويستلو لپاره د١٠٠ؤ گاډو انتظام شوى دى.
خو په حکومتي ائتلاف کې شامل گوند جى يو ايي په سوات کې دپوځي عملياتو داودرولو اؤ مخالف لوري سره دخبرواترو غوښتنه وکړه.
په قامي اسمبلۍ کې دسوات دوضعيت په هکله دخبرو اترو په مهال دجى يو ايي مشر فضل الرحمان څخه علاوه ټولو گوندونو په سوات کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو څخه ملاتړ اعلان کړى خو ځينو گوندونو په حکومت له دې امله نيوکه وکړه چې له عملياتو پيل کولو څخه وړاندې يې اسمبلي په باور کې نۀ وه اخستې.
په خبرو اترو کې دبرخې اخستو په ترڅ کې دجمعيت علماء پاکستان مشر صاحبزاده فضل کريم وويل د١٧م ائيني ترميم په گډون په بيلا بيلو معاملو حکومت سره داختلافونو باوجود دتندلارو دله مينځه وړلو لپاره دحکومت ملگرتيا کوؤ.
دمسلم ليگ(ق) ماروي ميمن وويل دتندلاريتوب پر ضد روانه جگړه به هر حالت کې گټل وي.
دمسلم ليگ(ن) اياز امير وويل دسوات عمليات په بد وخت کې پيل شوي دي اؤ کۀ دغه عمليات ناکام شي نو وضعيت ورسره نور هم خرابيدلى شي.
دايم کيو ايم مرستيال پارليماني مشر حيدر عباس رضوي وويل دتندلاريتوب کيسنر ختمولو لپاره کوټلو گامونو اخستو ته اړتيا ده.
دمرکزي وزير حامد سعيد کاظمي وينا وه دسوات په گډون دې دهيواد په نورو برخو کې هم دتندروه تنظيمونو پر ضد عمليات پيل کړل شي.
داسمبلۍ غړو پلوشه بهرام، اخونزاده چټان، انجنئير عثمان، محبوب الله ، نوشين سعيد، اکرم مسيح گل نصير بهټه اؤ بشيراحمد ورک غوښتنه وکړه چې د جگړه ځپلو خلکو پځايې کولو اؤ مرستې لپاره دې په بيړنۍ توگه گامونه واخستل شي.
داسمبلۍ غړو له حکومت څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې په سيمه کې دپوځي عملياتو له امله د نښتو خلکو په حفاظت سره دراويستلو لپاره گامونه واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG