لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ : دسوات عملياتو کې ٥٢ جنگيالي وژل شوي دي


دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دتندلارو په ضد عمليات دوام لري پوځ وايي دتيرو ٢٤ؤ ساعتو په عملياتو کې يې په بيلا بيلو سيمو کې ٥٢ جنگيالي وژلي دي. او دره ادم خیل کې په ځانمرگې برید کې ١٠ تنان وژل شوې دې.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانگې يا ايي ايس پي ار له مخې امنيتي ځواکونو دسوات په مينگوره ، کبل، قمبر، توتانو بانډه، ډاډا هره، پيوچار ، سربانډۍ، ايوب پل اؤ مټه کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړې چې له امله يې ٥٢ جنگيالي ووژل شول.

بل خوا، دصوبه سرحد سرښار پيښور سره نزدې په قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې دمليشه ځواکونو په پوسته ځانمرگى بريد ترسره شوى دې چې له امله يې د٢ؤ عسکرو په گډون ١٠ کسان وژل شوي دي.

په دغه ځانمرگي بريد کې د٧ؤ عسکرو اؤ يو شمير ښځو په گډون ١٨ کسان ټپيان شوي هم دي.

او د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا گیلاې دگل په ورځ پارلیمان ته په یوې خصوصې وینا کې د سیاسې گوندونو نه د ترهگرۍ پرضد حکومتې هسولپاره د مرستې غوتنه ووکړه او ترهگر ېې د هیواد دښمنان ووبلل.

د سوات په هکله، پوځ دبيانيې له مخې دبني بابا زيارت سيمه کې تندلارو سره نښته کې ٣ پوځيان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي خو پوځيانو دبني بابا زيارت دخپل واک لاندې راوستلى دى

دبيانيې له مخې تندلارو دبري کوټ په فضل اباد کې دهلکانو دلمړيو زده کړو يو سکول هم الوځولى دى.

پوځ وايي امنيتي ځواکونو دتيرو څليريشتو ساعتو په عملياتو کې تر خوازه خيلې لويه لاره دتندلارو څخه پاکه کړې ده.

اخوا ځايې سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي په پيوچار،نمل اؤ ډاډا هره سيمو کې دگولو پريوتو له امله ديوې کورنۍ د٩ؤ کسانو په گډون ٢٢ کسان وژل شوي دي.

په دغو عملياتو کې دتندلارو يو شمير ځالې له مينځه وړل شوي چې پکې په شاه ډهيرۍ اؤ ډاډا هره سيمو کې دگڼو تندلارو دوژل کيدو انديښنه هم ښودلې شوې ده.

همدغه راز دسوات دخوازه خيلې سيمې څخه يوه مياشت دمخه تښتول شوي ٤ عسکر تندلارو وژلي دي

پهسوات اؤ ملاکنډکېدنامعلومې مودې پورې گرځ بنديز پځايې دى چې له امله يې دکډوالو گاډيپه لويو لارونو اؤ سړکونو ولاړ پاتې شوي دي

همدغه راز ددير ، سوات اؤ بونير څخه بې کوره شوي په لکونو خلکدصوبه سرحد دمردان، اؤ صوابۍ ترڅنگ بيلا بيلو سيمو ته تللي اؤ دغلته دحکومت لخوا په جوړو شوؤ کيمپونو اؤ دخلکو په حجرو اؤ کورونو کې شپې سبا کوي.

حکومت په صوابۍ اؤ مردان کې ددغو بې کوره شوؤ خلکو دپاره داستوگنې ٨ کيمپونه جوړ کړي دي خوبې کوره شوي خلک گيله کوي چې په دغو کيمپونو کې ورته دژوند هيڅ اسانتياوې نۀ دي ورکړل شوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG