لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خپل وطن کې بې کوره شوي کډوال


دپاکستان دصوبه سرحد د ملاکنډډويژن په سوات،بونيراؤکوزديرکې دتندلارواؤجنگيالوپه ضد دروانوپوځي عملياتولۀ امله تردې مهال د٢٣ؤ لکوڅخه زيات خلک بې کوره شوي اؤدصوبې بيلابيلوخوندي سيموته يې سرپناه وړې ده.
دغه بې کوره شوؤخلکودپاره دمردان په جلاله،شيځ ياسين اؤشيخ شهزادسيمواؤدصوابۍ په وړوکي لاهورکې داستوگنې کيمپونه جوړکړل شوي دي.
ددې ترڅنگ په مردان کې ددغو بې کوره کډوالوداستوگنې دپاره تعليمي ادارې هم خوشې کړل شوي اؤدلکونوپه شميربې کوره خلک دسيمې اوسيدونکودځان سره په کورونو،حجرواؤبيټکونو کې ځايې کړي دي.
دصوبه سرحدداطلاعاتود وزيرمياافتخارحسين له مخې تردې مهاله د٢١ؤلکوڅخه زيات کډوال په کيمپونواؤتعليمي اداروکې ثبت کړل شوي اؤدوه لکه نورد ثبت کيدلوپه انتظاردي.
ددغولکونو کډوالودپالنې اؤساتنې دپاره که هرڅودپاکستان حکومت دخپل وس ترمخه گامونه اخستلي دي خوپه دومره لويې شميردبې کوره شوؤخلکوپالنه اؤساتنه په يواځې سردحکومت په وس کې نۀ ده.
دامهال دپاکستان دبيلابيلوسياسي اؤمذهبي گوندونو،دبشري حقونوسازمانونو،حکومتي اؤغيرحکومتي ادارواؤدمدني ټولنوغړوددغوکډوالو دمرستې دپاره دپانگواؤمرستوپه راټولؤلو لاس پورې کړى دى خوکډوال گيله کوي چې هغوئ سره په حيقيقي معنوکې هغسې مرستې نۀ کيږي لکه څنگه چې په ميډيا ښودل کيږي.
دغه کډوال چې زيات شميرپکې دزنانه ؤ،ماشومانواؤبوډاگانودى دکيمپونودننه دهوړي په دې سرو غرمو کې په داسې حال کې دخيمودننه ژوندکوي چې دبندي خانو زندانيانوته ترې ډيرې اسانۍ ترلاسه دي.
په دغوکيمپونوکې که دگرمۍ څخه دکډوالو دژغورنې دپاره چرته دبريښنا مزي ورتيرکړل شوي دي نوهلته پکي نيشته اؤکه چرته پکي شته نوهلته بريښنانۀ ده رسيدلې.
همدغه رازدڅښلودپاکواوبو،متوازن خوراک،دارو درملواؤتعليم له درکه هم دغه کډوال دسختوستونزوسره مخ دي .
دسوات دخوازه خيلې سيمې څخه دمردان شيخ ياسين کيمپ ته دخپلې ميرمنې، څلورو لوڼواؤدريوځامنوسره په کډه راغلى اويا کلن محمداسلام وايي "واړه راته په خيمه کې دگرمۍ نه وسوځيدل ځکه چې پکى نيشته"
هغه وايي کوم خوراک چې ورته ورکول کيږي هغه دومره بې کاره وي چې ځناوربه يې هم ونۀ خوري خودمجبورۍ له مخې ددغه خوراک ترلاسه کولوته اړدى.
همدغه رازدبونيردسواړۍ سيمې څخه يوبل بې کوره شوى کډوال رفيق چې د٣ؤاولادونوپلاردى ډيوه راډيوته وويل"کيمپ کې روغتيايي کيمپونه شته خولابرتوار،دايکسرى ماشينونه اؤ زړۀ پورې دارو درمل پکې وجودنه لري ځکه نوکډوال مجبوردي چې دبې وسۍ په حالت کې دښار روغتونونوته مراجعه وکړي.
خودکوز دير دميدان سيمې يوتعليم يافته ځلمى احسان شاه بيا ددارو درملواؤخوراک څښاک څخه زيات دخپل فاميل دماشومانوسبق پريشانه کړى دى اؤ وايي"زما وريرونو،خوريونواؤخورزو په انگلش ميډيم سکول کې سبق ويلواؤاوس دلته دکيمپ دننه چې دتمبوپه کوم سکول کې سبق وايي نوزۀ ښه پوهيږم چې داهسې لوبې ټوقې دي اؤدماشومانووخت موتباه کيږي خوڅه کولى شو؟"
په شيخ شهزادکيمپ کې دسوات يوه ٥٠کلنه داسې زنانه هم وليدل شوه چې سوره ياسين يې په لاس کې نيولى ؤاؤپه چغوچغويې ويل"شته څوک پښتون اؤمسلمان چې زما پوښتنه وکړي ؟"
دغه زنانه چې دنوم ښودلوڅخه يې ډډه کوله ډيوه راډيوته وويل هغه چې په کومه خيمه کې دخپلودوؤ لوڼوسره اوسيږي هلته يې دمرستندويه کارمندانودلاسه دلوڼوعزت دگواښ سره مخ شواؤچې کله يې پوليسوته خبرورکړونودغوکارمندانوپرې دبدکاره ښځې تورولگولو.
هغې داهم وويل کۀ دبدکارۍ تورپرې ثابت کړل شونوچمتو ده چې لکه دطالبانوپه څيردرې يا کوړې ورکړل شي خوکۀ هيڅ بيڅه دبدنامۍ لاندې راځي نوبيابايددهغې دعزت پوښتنه وکړل شي.
همدغه رازدسوات دپيوچارسيمې ٣٠کلن ميانظيرگل وايي په شيخ شهزادکيمپ کې دتيروڅلوروورځوڅخه دخپلې مور،يوې خور اؤدوؤ وروڼو سره پروت دى خوتردې مهال ورته دراجسترکيدلو وارپه لاس نۀ دى ورغلى اؤلۀ دې امله دهررقم مرستوترلاسه کولوڅخه محروم دى ،
دصوبه سرحداطلاعاتووزيرميا افتخارحسين ډيوه راډيوته ددغوکډوالودستونزوپه حقله وويل "داسمه ده چې دکيمپونودننه به کډوالوته هغه رقم اسانۍ نۀ وي ورکړل شوي لکه څنگه چې ورته پخپلوکورونوکې ترلاسه وې خوحکومت بيا هم دخپل خراب اقتصادي وضعيت باوجود ددغوکډوالودپالنې اؤساتنې دپاره پوره پوره هڅې کوي چې دغوميلمنوته هيڅ رقم دگيلې موقع ورنکړي.
دهغه وينا وه په صوبه کې دبدامنې دروان بهيرلۀ امله چې دصوبه سرحداقتصادي وضعه څومره خرابه شوې ده هغه دهيچا دسترگوڅخه پټه نۀ ده اؤپه دغسې حالت کې دلکونوکډوالودپاره سرپناه برابرول،هغوئ ته دخوراک،څښاک ،دارو درملواؤنورواساسي اسانتياؤ برابرول دومره اسانه خبره نۀ ده خوحکومت په پراخه حوصلې سره دغوټولومشکلاتوته پتون وهلى دى اؤکلکه اراده يې کړې ده چې ترڅودغه کډوال بيرته خپلوسيموته ستانۀ شوي نۀ وي حکومت به ورسره مرستې کوي.
داطلاعاتو وزيروويل دايواځې دصوبايي حکومت نه بلکې دمرکزي حکومت ،ټول قام ،دنړۍ دحکومتونواؤانسان دوسته وگړومسوليت دى چې راوړاندې شي اؤددغوبې کوره شوؤخلکوسره دازميښت په دې سخت پړاؤ کې مرستې وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG