لاس رسیدونکی لینک

 
جنوبي وزيرستان او مومند ایجنسیو کې اته جنگیالي وژل شوي دي
تازه خبر

جنوبي وزيرستان او مومند ایجنسیو کې اته جنگیالي وژل شوي دي


دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو اؤتندلارو ترمينځ نښته کې شپږ جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دجنوبي وزيرستان په سپله تويي کلي کې تندلارو په امنيتي ځواکونو بريد وکړو چې له هغې وروسته امنيتي ځواکونو دتندلارو پر ضد په سيمه کې عمليات پيل کړل .
سرچينې وايي په دغه عملياتو کې پوځ ته دهيلي کاپټرو مرسته هم ترلاسه وه.

دپوځي سرچينو له مخې په چک ملايي سيمه کې امنيتي ځواکونو خپلې پښې مضبوطې کړي دي او دا مهال عسکر په مولا خان سرايى او سرو کۍ کلي کې گزمې کوي.
سرچينې وايي دسپينکۍ رغزۍ په سيمه کې دتندلارو او امنيتي ځواکونو ترمينځ سختې نښتې شوي دي چې پکې شپږ جنگيالي وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.
د سيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دتندلارو په ضد دممکنه پوځي عملياتوپيل کيدلو له ويرې دسرا روغه، سپينکۍ رغزۍ او چک ملايي په گډون دجنوبي وزيرستان ختيزو سيمو څخه په زرگونو خلکو خوندي سيمو ته سرپناه وړې ده.
اخوا ټانک سره دجنوبي وزيرستان پيوست کوونکي پل باندې جنگيالو دامنيتي ځواکونو يو کاروان په نخښه کړى دى.
دغلته جنگيالو په پوځي کاروان دريموټ کنټرول بم چاؤدنه کړې ده چې له امله يې دغه پل په بشپړ ډول تباه شوى دى خو پوځيانو ته مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
دسرچينو له مخې په سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره دسناتور صالح شاه قريشي په مشرۍ کې دمحسود قبيلې ٢٠ کسيزه جرگه روانه ده.
په دغه جرگه کې ځايې تندلاري امنيتي ځواکونو سره دامن لوري ته رابلل کيږي.
اخوا دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په صافي تحصيل کې هم د امنيتي ځواکونو او جنگيالو ترمينځه نښتې شوي دي.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دلکړو په امنيتي پوسته په يو شکمن گاډي ډزې وکړې چې له امله يې دوه تندلاري وژل شوي دي.
همدغه راز دپيښور سره نزدې نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل تورچپر سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ځالو گوله باري کړې ده او دکوهاټ ، پيښور ترمينځ لويه لاره يو وارې بيا تړل شوې ده

keywords: Afghanistan, south waziristan, pakistan, militants, taliban

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG