د امریکې حکومت به په پاکستان کې بې د کوره شوو خلکو سره د مرستې لپاره ٢٦.٦میلنیه ډالرې د ملگرو ملتونو د خوراک ادارې ډبلیو ایچ او ته ورکوي.
په اسلام آباد کې د امریکې سفېرې این ډبلیو پیټرسن د امداد دغه ژمنه د زیارت په ورځ یارحسین، صوابۍ،کې د کډوالو کیمپ ته دسفر په محال کې کړې ده.
د امریکې سفارت لخوا خپورکړی شوي یو بیان تر مخه د ملگرو ملتونو د خوراک اداره به د امریکې امدادي پنگه د بې کوره شوو خلکو لپاره په ځاې کچه د خوراکي شیانو اخیستلو باندې خرڅوي.
د امریکې په پیسو به د یار حسین کیمپ اوسیدونکو لپاره د یومیاشت مودې پورې چېنې او چاې اخستل کیږي.
د یارحسین کیمپ د سفر په محال، د امریکې سفیره این ډبلیو پیټرسن هلته د صحت د خیر ښگړې یو مرکز، د نومونو درج کولو ځاې او د امداد ویشلو برخې ته ورغله او کیمپ کې اوسیدونکو کورنیو، ښوون ځایونو ته تلونکو ماشومانو او د هغوي استازانو سره يي وولیدل. هغې د امریکې لخوا د ملگروملتونو کډوالو ادارې ته ورکړې شوي شیانو د ویشلود پروسې ننداره هم ووکړه.
د یار حسین کیمپ د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره د ضلعي انتظامي او د افغان کډالو کمشنریټ سره په گډه چلوي. امریکا د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې تر ټولو لوې مرستندوې هیواد دی.