لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک : مولانا فضل الله د سر قيمت پنځه کروړه ايښودل شوى دى


د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي دي دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله دسر قيمت له ٥٠ؤ لکو څخه ٥ؤ کروړو ته لوړ کړل شوى دى.
هغه وويل طالبان له ماتې وروسته تيښته کوي خو په سوات کې به پوځي عملياتو دطالبانو ختميدو پورې دوام ولري.
رحمان ملک وويل دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله په ګډون دمهمو طالب کمانډرانو دنيولو لپاره داولسي ملاتړ ترلاسه کولو پريکړه شوې ده.
هغه زياته کړه دمولانا فضل الله دسر قيمت پنځه کروړه اؤ دسوات دطالبانو وياند حاجي مسلم خان په ګډون دنورو مطلوبو تندلارو دسر قيمت دلوړولو په ترڅ کې يو، يو کروړ روپۍ ايښودل شوى دى.
په دغو تندلارو کمانډرانو کې محمود خان، شاه دوران، سراج الدين، شيرمحمد قصاب، بخت فزند، ميان ګل غفور، لال دين، نثار، انوارالله، سلطان حسين، رشيد احمد اؤ ابن امين شامل دي.
کراچۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې رحمان ملک وويل دطالبانو له امله ٢٥ؤ لکو کسانو خپل کورونه پريښودي دي.
هغه وويل طالبان ځوانان دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره په کار اچوي اؤ هغوي ته دورځې په حساب سره ٦٠ ډالره دتنخا په توگه ورکوي.
هغه وويل داسلام اباد په گډون ټولو لويو ښارونو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
رحمان ملک وويل دکډوالو دامدادي کيمپونو سخته څارنه کولى شي.
دکورنيو چارو وزير وويل مردان اؤ نورو سيمو ته دکډوالو کيمپونو څخه يو شمير خطرناک ترهگر نيول شوي دي.
دهغه وينا وه دبدامنۍ مسؤليت تندلاري په غاړه لري اؤ دغه ورانکاري ددښمن په لاسونو کې لوبيږي.
نوموړي وويل هيواد ته به ترهه گرو ته ونۀ سپارل شي.
دکورنيو چارو وزير وويل حکومت په ملاکنډ سيمه کې دعدل نظام پځايې کولو خپلې ټولې ژمنې پوره کړې خو طالب جنگیالو دژمنو څخه سرغړونه وکړه ځکه نو په دغسې وضعيت کې دهغوي په ضد عملياتو کولو ته اړتيا وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG