د سرحد حکومت لخوا دجاري کړل شوي فهرست له مخې په سوات کې دطالبانو دمشر مولانا فضل الله په سر٥٠ لکه ، دهغه دمرستيال شاه دوران د غورځنگ دوياند حاجي مسلم خان په سر او د نمل ځايې طالب کمانډر ابن امين په سر ٤٠ لکه ، دطالب کمانډر قاري مشتاق ، دکوزې بانډې دطالب کمانډر محمود خان، دمالم جبې دکمانډر سراج الدين ، دمټې سيمې کمانډر بخت فرزند ، دمفتي افتاب په سر ٣٠ لکه، د کبل سيمې د طالب کمانډر اکبر حسين ٢٠ لکه ، د خوازه خيلې د کمانډر لياقت ، دبامه خيل سيمې دکمانډر انوارالله چې په انور مشهور دى ، دبشيراحمد ، دسلطان حسين ، درشيداحمد په سر ، ، دډهيرۍ سيمې شهنشاه ، دچارباغ سيمې کمانډر شير محمد قصاب ، اؤ دمولانا محمد امين په سر ١٠ لکه روپۍ انعام مقرر کړل شوي دي.
دسرحد حکومت لخوا ورځپاڼو ته په دې لړ کې باقاعده اشتهارونه جاري کړل شوي دي چې پکې ويل شوي ددغو طالب جنگيالو دښودونکو نومونه به پټ ساتل کيږي او حکومت په دغو اشتهارونو کې بيلا بيلې دټيليفون نمرې هم ورکړي دي.
په سوات کې دطالبانو دغورځنگ وياند حاجي مسلم خان اوس هم وخت ناوخته دخبري شبکو سره دتيليفون له ليکې تماسونه نيسي او په دغه تماسونو کې ادعاوې کوي چې طالبان په سوات کې زيات پياوړې دي او دامنيتي ځواکونو په وړاندې به مقاومت ته دوام ورکوي.