لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بر دير: دجومات دننه بمي چاؤدنه کې 38 کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد په بره دير سيمه کې د يو جومات دننه دبمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه 38 کسان وژل شوي او په لسگونو نور ژوبل دي. یو شمېر بهرنیو خبري ادارو دغه شمېر ورکړی دی.
دسيمې څخه امنيتي سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دجمعې په ورځ دبره دير په حياگۍ شرقي سيمه کې دغه چاؤدنه هاغه مهال ترسره شوه چې خواؤشا ٦٠٠ نمونځ گزار په نمونځ ولاړ وؤ.
دسيمې څخه يو لوړپوړي انتظامي چارواکي عاطف الرحمان خبريالانو ته ويلي دي په دغه پيښه کې تر ٤٠ پورې نمونځ کوونکي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي ، چې دغلته هم د ځينو وضعيت مرگونى ښودل کيږي.
ځينو سرچينو دغه پيښې ته دځانمرگي بريد نوم هم ورکړى دى خو دبر دير سيمې استوگن يو خبريال محمد قاسم وويل دغه ځانمرگي بريد نۀ بلکې بمي چاؤدنه وه.
دهغه وينا وه په دغه سيمه کې دحاجي معتبر په نوم يو قامي مشر درنه دښمني لري چې هغه يواځې د جمعې د نمونځ دپاره دکور څخه جومات ته را اوځي او گمان کيږي دغه بم به دهغه دوژلو دپاره چول شوى وي.
په بردير سيمه کې دا لومړى ځل دى چې ديو جومات دننه ځانمرگي بريد ترسره شوى دى.
دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې دبر دير سره پيوست کوز دير ، سوات اؤ بونير کې امنيتي ځواکونو په پراخه کچ عمليات پيل کړي دي.
دسويلي اسيا دپاره دامريکايي جمهوررئيس ځانگړي استازي رچرډ هالبروک ددغه عملياتو له امله دبې کوره شوؤ خواؤشا ٣٠ؤ لکو کډوالو دوضعيت څارلو دپاره دپاکستان سفر کړى دى او دلته يې چارواکو سره په روانو پوځي عملياتو خبرې اترې کړي دي.
څو ورځې دمخه دپاکستان استخباراتي ادارو ادعا کړې وه چې هغوي دپاکستاني طالبانو دغورځنگ دمشر بيت الله محسود هاغه تيليفوني خبرې ثبت کړي دي چې پکې يې دسوات طالبانو ته دسوات او خواؤشا سيمو کلو اؤ بانډو دننه دچاؤدنو وينا کوله.
له دې وړاندې هم دصوبه سرحد په بيلا بيلو سيمو کې دجوماتونو ځانمرگي بريدونه ترسره شوي وؤ چې پکې په سوونو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG