لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د کرکټ ټونیټی، ټوینټې نړې وال کپ ووگټلو


پاکستان د شلو، شلو اورونو یا ټوینټی ټوینټې کرکټ نړی وال کپ د انگلینډ په لارډز میدان کې سرې لنکا ته د ماتي ورکولو ورسته ووگټلو.

داتوار په ورځ په لارډز کې فتح د کال ١٩٩٢ راهسې د کرکټ په لوبه کې د پاکستان ټیم لپاه تر ټولو مهمه گټه ده. دغه کال پاکستان د کپتان عمران خان په مشرۍ کې د کرکټ ورلډ کپ وو گټلو.

پاکستان ټوینټې ټوینټې ورلډ کپ د یونس خان په کپتانۍ کې ووگټلو چې تعلق يی د صوبه سرحد مردان ښار سره دی.

په لارډز کې د پاکستان په گټه کې مهم رولالراؤنډر شاهد افریدې وولوبه ولو چې ٥۴ رنزونه يي جوړکړل او اوټ شوی نه وو. هغه د مقابلې غوره لوبغاړی یا مین اف دې مېچ وو گرځولی شو.

د پاکستان په گټه د هیواد په بیله بیلو ښارونو کې په زرگونو خلکو خوشالۍ ووکړې، ډزي يي خلاص کړل او د خوشحالۍ نعرې يي پورته کړې. په مردان کې د ملاکنډ سیمې نه د بې کوره شوو خلکو په کیمپ کې هم د پاکستان او سرې لنکا مقابله په یو غټ ټلي وژن ښودلی کیده او د کیمپ غمزپلې اوسیدونکو هم د پاکستان فتح وونمانځله.

XS
SM
MD
LG