لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزۍ ایجنسۍ :  هیلي کاپټر غورځیدو کې ٢٦ پوځیان مړه


د پاکستان قبائيلي سيمې اورکزۍ ايجنسۍ په سرحدي سيمه چپر فيروزخيل کې ديو پوځي هيلي کاپټر دغورځيدو له امله ٢٦ پوځیان وژل شوي دي. دپاکستان د پوځ لخوا ویل شوي دغه هیلي کاپټر د تکنیکي خرابۍ له امله غورځیدلی.
ددغه الوتکې درانسکورولو په هکله هم کومې تندلارې ډلې مسؤليت په غاړه نۀ دى اخستى.
دسرچينو له مخې هيلي کاپټر دخيبر او اورکزۍ ايجنسۍ په سرحدي سيمه کې وسله والو جنگيالو په ډزو سره ويشتلى چې له امله يې دغه هيلي کاپټرو ته زيان ورسيدلو او راغورځيدلو.
خو دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس خبريالانو سره په خبرو کې ويلي دي دغه يوه امدادي الوتکه وه او دتکنيکي وجوهاتو له امله په اورکزۍ ايجنسۍ کې راپريوتې ده.
هغه وويل پيښه کې دمرگ ژوبلې په هکله تصديق نۀ شي کولى.
جنرال عباس وويل دغه الوتکه چې پيښور ته تلله په قبائيلي سيمه کې يې ديو مقام څخه الوت پيل کړى ؤ.
ښاغلي عباس په ډاگه کړه چې په اورکزۍ ايجنسۍ کې دتندلارو پر ضد کوم عمليات دوام نۀ لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG