لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : بمبارۍ کې درې طالبان وژل شوي


د افغانستان سره په پوله پرتې د شمالي وزيرستان ايجنسۍ په ديگان او محمد خيل سيمو کې دجيټ الوتکو په بمبارۍ کې درې طالبان وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي. پاکستان پوځ د عملیاتو په اړه کوم خبر نه دی ورکړی. سرچينې وايي امنيتي ځواکونو په سيمه کې دتندلارو په ضد ځمکني او هوايي عمليات دوامدار ساتلي دي.
دپاکستان پوځ څو کرته سپيناوى کړى چې په وزيرستان کې دطالبانو په ضد کوم پوځي عمليات نۀ کيږي.
اوړمه ورځ هم دالوتکو له لارې په سيمه کې خلکو ته رقعې غورځول شوې وې چې پوځ دلته عمليات نۀ کوي او دغه رقم گنگوسې يواځې دبې ثباتۍ او تاؤتريخوالي لپاره دځينو شرخوښو لخواخورولى شي.
خو پاکستاني او نړيواله ميډيا روزانه دغه سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په نښتو کې دمرگ ژوبلې په هکله راپورونه ورکوي.
په شمالي وزيرستان کې تيره اوونۍ ځايې تندروه کمانډرانو حافظ گل بهادر او صديق نور وروسته له هغې حکومت سره يونيم کال دمخه دترسره شوي امن تړون دماتولو اعلان وکړو چې پوځ دغلته وچه بي بي سيمه کې دتندلارو په سنگرونو دهوا څخه گولۍ وورولې.
خو حکومت ويلي وؤ چې دغه لوظنامه دحافظ گل بهادر يا صديق نور سره نۀ بلکې داتمانزو قبيلې سره ترسره شوې ده.
همدغه راز په مومند ايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد عمليات کړي دي چې پکې ددوؤ تندروه کمانډرانو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي
بل لوري ته دکرمې ايجنسۍ په بالش خيل سيمه کې متحاربو ډلو دپوليټيکل انتظاميې په موجودگۍ کې ديو بل سره په نښتو کې دوژل شوؤ اتوؤ کسانو مړي خپلو خپلوانو ته سپارلي دي.
بايد وويل شي په کرمه ايجنسۍ کې ددواړو وسله والو ډلو ترمينځ ډزبندي شوې ده او ددغه ډزبندۍ څخه راپديخوا يو لوري هم مقاومت نۀ دى ښودلى.

XS
SM
MD
LG