لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانی پوځ:  سوات او بونير کې 14 طالبان وژلي دي


د پاکستان پوځ وايي دصوبه سرحد په سوات، ملاکنډ اؤ بونير سيمو کې دتير يو شواروز په مهال دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو کې 14طالبان وژل شوي او دهغوي گڼ شمير ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
دپوځ لخوا په جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي دسوات په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو پر ضد عمليات ترسره شوي دي چې پکې 14 طالبان وژل شوي دي، دهغوي دروزنې يو کيمپ او غار له مينځه وړل شوي او گڼ شمير ملگرې يې نيول شوي دي.
دپاکستان پوځ سږ کال داپريل په مياشت کې پيل کړل شوؤ دغو عملياتو کې تراوسه د١٨٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو او شاوخوا ١٦٣ؤ عسکرو دوژنې پخلى کړى دى خو له ازادو سرچينو څخه ددې پخلى ناممکن دى.
دبونير سيمې په هکله دپوځ وينا ده دکتياري کلي مشرانو پوځ ته ٢ شکمن طالبان سپارلي دي ، په زوهيب امنيتي پوسته يې يو طالب وژلى امنيتي ځواکونو ، په کوټوبانډه، شداس اؤ سپرۍ کنډاؤ سيمو کې ٩ طالبان وژلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG