لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالباسط : د ملگرو ملتونو کمېشن مشرف څخه پوښتنې کول غواړي


د پاکستان دبهرنيو چارو ددفتر وياند عبدالباسط خان ویلي وياند وويل د پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې دپلټنو په لړ کې دملگرو ملتونو کميسيون غواړي دپرويز مشرف څخه هم ځينې پوښتنې وکړي.
هغه وويل دغه کميسيون چې دپرويز مشرف څخه څه رقم پلټنې کول غواړي دهغې په هکله سپيناوى ملگري ملتونه کولى شي.
خو کۀ په دې لړ کې کميسيون دپاکستان څخه مرسته وغوښته نو حکومت به ضرور مرسته ورکوي.
ښاغلي باسط وویل د ترهگرۍ پر ضد جگړې له امله پاکستان ته په معاشي توگه د٣٠ؤ څخه نيولې تر ٣٥ؤ اربو ډالرو پورې نقصان اوښتى دى.
خبريالانو سره په خبرو کې نوموړي ويلي دي دکله راهسې چې دامريکا نوى جمهوررئيس براک اوباما واک ته رسيدلى دپاکستان او امريکا ترمينځ اړيکې هم ښې شوي دي.
دنوموړي وينا وه پاکستان غواړي افغانستان کې زر تر زره امن ټينگ شي ترڅو په قبائيلي سيمو کې هم ثبات او قلارى رامينځته شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي باسط خان وويل دافغانستان راتلونکى دپاکستان دخارجه تگلارې مهمه برخه ده.
دهغه وينا وه پاکستان دسيمې دمهمو هيوادونو سره په گډه سيمې ته پيښې ستونزې هوارول غواړي.
وياند وويل افغانستان څخه دمخدره موادو قاچاق اوس يوه ستره ستونزه جوړه شوې ده او ددې له امله دپاکستان تر ٥٠ؤ لکو وگړي دمخدره موادو دکارولو ښکار شوي دي.
هغه وويل دمخدره موادو څخه چې کومه گټه ترلاسه کيږي، هاغه پيسې دترهه گرۍ دپاره کارول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG