د پاکستان په سياست کې دمخالفې ډلې تر ټولو ستر گوند مسلم ليگ(ن) دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف په ضد داساسي قانون د٦مې دفعې لاندې دياغيتوب دمقدمې چلولو په حق کې قامي اسمبلۍ کې دقرارداد وړاندې کولو پريکړه کړې ده.
دغه پريکړه نن دمسلم ليگ(ن) دپارلماني پارټۍ په غونډه کې شوې ده.
دمسلم ليگ(ن) چئيرمين راجه ظفرالحق دغونډې وروستو وائس اف امريکا ته ويلي دي دپرويز مشرف په ضد دياغيتوب دمقدمې درج کولو لړ کې به دنورو سياسي گوندونو سره هم صلاح مصلحت کولى شي.
دهغه وينا وه کله چې دگوند مشر نواز شريف هيواد ته بيرته راوگرځي نو دهغه دمشورې څخه وروستو به دغه قرارداد دقومي اسمبلۍ غونډې ته وړاندې کړل شي.
بايد وويل شي دشورو په ماښام په قومي اسمبلۍ کې دمسلم ليگ(ن) دپارلماني ډلې مشر چوهدري نثار ويلي وؤ دهغه گوند به دپرويز مشرف په ضد دمقدمې دائرولو دقرارداد پارلمان څخه دمنظورولو هڅه کوي.
دچوهدري نثار ددغه خبرې په ځواب کې صدراعظم يوسف رضا گيلاني پارلمان ته باور ورکړى ؤ چې کۀ پارلمان دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف په ضد دمقدمې دائرولو په پلوۍ درائيو په اتفاق سره قرارداد منظور کړو نو حکومت به پرې عمل کوي.
دپاکستان داساسي قانون د٦مې مادې دلاندې داساسي قانون ماتونکو په ضد حکومت دياغيتوب مقدمه درج کولى شي چې دهغې له امله ائين ماتونکي ته دعمري بند يا دمرگ سزا ورکړل کيدلى شي.
1