لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده : بمي چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شوي دي


د صوبه سرحد دچارسدې سيمې په شوقدر ډيرۍ کې ديوې بمي چاؤدنې له امله شپږکسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
دغه پيښه نن دگل په ورځ سحر هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دپيټرولو په يو پمپ کې ولاړ ډاټسن کې تيل اچول کيدل.
په وژل شوؤ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دچارسدې دپوليسو مشر رياض خان ډيوه راډيو ته وويل په پيښه کې شپږ کسان وژل شوي دي.
هغه وويل پوليس دپيښې په اړه پلټنې پيل کړي دي او تر دې مهاله نۀ شي ويل کيدلى ، چې په دغه چاؤدنه کې څوک لاس لري.
همدغه راز دپيښور سي سي پي او يا ډي ايي جي صفت غيور چې دچارسدې سيمه يې هم دواک لاندې ده دپيښې په ځايې کې خبريالانو ته وويل په کوم ډاټسن کې چې دغه چاؤډنه شوې ده ، هغه دشوقدر بازار څخه دمومند ايجنسۍ امبار سيمې ته روان ؤ.
هغه وويل دغه چاؤدنه کې د٥ؤ څخه تر ٦ؤ کلو وزني بم کارول شوى دى.
بل لوري ته په مومند ايجنسۍ کې دطالبانو کمانډر قاري شکيل دتيليفون له لارې بيلا بيلو خبري شبکو ته ددغه پيښې مسؤليت په غاړه اخستى دى.
هغه وويل دمهمند ايجنسۍ دامبار سيمې خلکو دطالبانو په ضد لښکرې او دامن کميټې جوړې کړي دي.
ترڅو چې دغه خلک خپلې لښکرې او کميټې بيرته ختمې نۀ کړي ، طالبان به يې په ضد دغه رقم گامونه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG