لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : دټولټاکنو لپاره کمپائن نن تړل کيږي


په افغانستان کې دزيارت په ورځ دترسره کيدونکو ټولټاکنو لپاره پيل شوى کمپائن نن دشپې سرته رسيږي.
دافغانستان دجمهوري رياست اولسي او ولايتي شوراگانو لپاره په دغه کمپائن کې دجمهوري رياست د٤٠ؤ کانديدانو په گډون په سوونو کانديدانو اولس ته خپلې تگلارې په ډاگه کړي او دهغوي درايو ترلاسه کولو هڅې يې کړي دي.
دجمهوري رياست ټولټاکنو ته دموجوده جمهوررئيس حامد کرزي په گډون ٤٠ کانديدان ولاړ دي، چې پکې دحامد کرزي سره په کابينه کې پاتې شوي دوه وزيران ډاکټر عبدالله او اشرف غني دحامد کرزي څخه وروستو تر ټولو پياوړي کانديدان گڼل کيږي.
دا دوهم ځل دى چې د افغانستان خلک ديوې ډيرې منظمې ټاکنې دلارې دراتلونکو ٥ؤ کلونو لپاره دنوي جمهوررئيس انتخاب کوي.
په افغانستان کې دجمهوري رياست لمړۍ ټاکنې په کال ٢٠٠٤م کې داکتوبر په ٤مه نيټه ترسره شوې وې او په دغو انتخاباتو کې ښاغلي حامد کرزي پخپل مهم سيال کانديد او داولسي جرگې اوسني رئيس يونس قانوني باندې برى موندلى ؤ.
په کال ٢٠٠٤م کې دافغانستان دننه ترسره شوؤ انتخاباتو کې شاوخوا ١٠ؤ مليونو افغانانو خپل نومونه راجستر کړي وؤ
خودکال ٢٠٠٩ء دټولټاکنو دپاره درايې ورکولو شمير دپينځلس نيم مليونو څخه سيوا دى.
تيرو انتخاباتو کې شاوخوا ٨ مليونه رايې کارول شوې وې چې حامد کرزي پکې ٤٤ لکه ،٤٠ زره او ٩ رايې ترلاسه کړې وې.
چې دټولو رايو په سلو کې پينځه پنځوس اعشاريه څلور جوړيدلې.
تير ځل دجمهوري رياست ټاکنو ته ١٨ کانديدان ولاړ ؤ خو دا ځل٤٠ کانديدان په ميدان کې مقابلې ته راوتلي دي.
دا ځل دتير وخت دانتخاباتو په مقابل کې دامنيت وضعه هم زياته ډاډمنه نۀ ده.
طالبانو خبردارى ورکړى دى چې په دغو ټولټاکنو کې برخه اخستونکي خلک به يې تر بريدونو لاندې راځي ځکه نو انديښنه ده چې ډير کم خلک رايې اچونې ته له کورونو څخه را اوځي.
افغان حکومت په ټول هيواد کې دپراخو امنيتي تدابيرو دنيولو ادعا کوي خو طالبان وايي چې تر خپله وسه به دټولټاکنو پروسه گډه وډه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG