لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : دجمهوري رياست ټاکنی سر ته رسېدلي دي


په افغانستان کې دجمهوري رياست ، اولسي او ولايتي شوراګانو لپاره نن دزيارت ورځ شوي رایې پایي ته رسېدلي دي.
دټولټاکنو په سوله ييزه فضاء کې دترسره کيدلو لپاره په ګرد هيواد کې کلک امنيتي ګامونه اخستل شوي وو.
خو دامنيت دسختو ګامونو باوجود هم په جنوبي قندهار ښار دمارټر دګولو پريوتو خبرونه ترلاسه شوي دي.
دافغانستان داساسي قانون له مخې جمهوررئيس د پنځو کلونو لپاره نيغ په نيغه داولسي رايې په اساس ټاکل کيږي.
دجمهوررئيس دڅوکۍ ترلاسه کولو لپاره لږ ترلږه ٥٠ فيصده رايې ترلاسه کولو ته اړتيا وي او کۀ چرې کوم کانديد درايو دغه شميره ترلاسه نۀ کړي نو هغه ته به د١٥ؤ ورځو دننه په دوهم ځل رايې اخستل وي.
په دوهم ځل يواځې هاغه دوه کانديدان دمقابلې جوګه وي چې تر ټولو زياتې رايې يې وړي وي.
په دوهم پړاؤ کې چې کوم کانديد تر ټولو زياتې رايې واخلي هغه بريالى ګڼل کيږي او دهيواد دجمهوررئيس څوکۍ ورسپارل کيږي.
دافغانستان د ټولې ابادۍ دشميرې اندازه 31,056,997 لګول شوې ده.
دافغانستان دټولټاکنو کميسيون له مخې ددغه شميرې څخه به يو نيم کروړ رايې ورکوونکي خپله رايې کاروي.
سږ کال په افغانستان کې څلور نيم لکه رايې ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي دي.
درايې ورکولو دپاره په ټول افغانستان کې ٧ زره مرکزونه پرانستل شوي او ٤٤٠ درايې مرکزونه دامنيت دخرابې وضعې له امله تړل شوي دي.
په نننۍ ورځ دافغانستان داولسي او ولايتي شوراګانو دپاره ټاکنې هم ترسره کيږي چې په دې کې داولسي شوراګانو دپاره ٣٠٠٠ کانديدان برخه لري.
په دغو ٣٠٠٠ؤ کانديدانو کې ١٠ فيصده ښځينه کانديدانې هم شاملې دي.
دټولټاکنو دپائيلو دلمړي پړاؤ پائيلې به په ٣م دسمبر اعلانولى شي او غوڅه نتيجه به دوه اوونۍ وروسته مينځ ته راوړل کيږي.
دجمهوري رياست ټاکنې ته ولاړو کانديدانو کې کۀ کوم کانديد ٥٠ فيصده رايې وانۀ خستې نو ددوهم پړاؤ دټاکنو دپاره داکتوبر لمړۍ نيټه ټاکل شوې ده.
دافغانستان دننيو ټولټاکنو دپاره نړيوالې ټولنې د٢٢ؤ کروړو ډالرو مرسته کړې ده خو طالبانو افغان اولس ته دا دړکه هم کړې ده چې کۀ هغوي په ټولټاکنو کې برخه واخسته نو مسؤليت به يې دخپلې غاړې وي.
دټولټاکنو دپاره يو لک پوځيان ګمارل شوي دي چې په هغوي کې ٦٣ زره پوځيان دامريکا دى.
افغانستان دنړۍ دغريبو هيوادونو دجملې څخه يو هاغه هيواد دى چې دتيرو ٣ؤ لسيزو راهسې پرله پسې جګړو ځپلى دى.
ددغه هيواد په دريوؤ کې يوه برخه ابادي ليک لوست لري.
په کال ٢٠٠١ کې دافغانستان دننه دطالبانو دحکومت ختمولو څخه وروستو په هيواد کې نيغ په نيغه داولس لخوا دجمهوررئيس دڅوکۍ لپاره ترسره کيدونکي دغه دوهم انتخابات دي.
ټولټاکنو ته کانديد دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي درايې اچونې دپيل کيدو څخه لږ ساعت وروستو په کابل کې خپله رايه واچوله او په افغان اولس يې غږ وکړو چې هغوي هم دخپل رايې اچونې دحق کارولو لپاره دکورونو څخه بهر را اوځي.
دافغانستان په اوسنيو صدارتي انتخاباتو کې دحامد کرزي په ګډون ٣٧ کانديدان ديو بل په ضد ولاړ دي خو دکومو طاقت ورو کانديدانو سره چې دحامدکرزي دمقابلې احتمال دى په هغوي کې دافغانستان پخوانى دبهرنيو چارو وزير عبدالله عبدالله او دخزانې وزير اشرف غني شامل دي.
داولسي رايو دجاج له مخې حامد کرزي ته په نورو کانديدانو برى ترلاسه دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG