لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې نن ټولټاکنې ترسره کيږي


په افغانستان کې دجمهوري رياست اولسي او ولايتي شوراگانو دټولټاکنو لپاره ټولې تيارۍ سرته رسيدلي دي او ټاکل شوې ده نن افغانان دخپل مشرتابۀ دټاکنې حق وکاروي.
دټولټاکنو لپاره درايې ورکولو پرچې ، صندوقونه او نور سامانونه درايې ورکولو مرکزونو ته رسول شوي دي او ناټو اعلان کړى دى چې دټولټاکنو په ورځ به پوځي عمليات نۀ کوي.
دټولټاکنو لپاره په ټول افغانستان کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي او دټولټاکنو دپروسې دساتنې لپاره يو لک دناټو او يو لک پينځه اويا زره افغاني پوځيان گمارل شوي دي.
ددغو ټولټاکنو څخه دمخه طالبانو گواښ کړى چې هغوي به دټولټاکنو پروسه گډوډوي.
طالبانو په خلکو غږ کړى چې درايې ورکولو دپاره دکورونو څخه ونۀ اوځي .
هغوي افغانان تر دې حده ويرولي چې کۀ دچا په گوته درايې ورکولو رنگ يا سياهي وليدل شوه نو گوتې به ترې پريکول کيږي.
دطالبانو دممکنه بريدونو او اړي گړي دمخنيوي دپاره دکابل ښار په گډون په بيلا بيلو ولايتونو کې ځانگړي امنيتي گامونه اخستل شوي او دپاکستان سره دافغانستان لگيدلې پولې ته خاصه پاملرنه کيږي.
په غير رسمي ډول داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې دټولټاکنو په مهال به دافغانستان او پاکستان ترمينځ لگيدلې پوله په بشپړ ډول تړل شوي وي او هيچا ته به دځانگړو کارتونو څخه پرته په پوله داوښتلو اجازه نۀ وي.
دا دوهم ځل دى چې د افغانستان خلک ديوې ډيرې منظمې ټاکنې دلارې دراتلونکو ٥ؤ کلونو لپاره دنوي جمهوررئيس انتخاب کوي.
په افغانستان کې دجمهوري رياست لمړۍ ټاکنې په کال ٢٠٠٤م کې داکتوبر په ٤مه نيټه ترسره شوې وې او په دغو انتخاباتو کې ښاغلي حامد کرزي پخپل مهم سيال کانديد او داولسي جرگې اوسني رئيس يونس قانوني باندې برى موندلى ؤ
دجمهوري رياست اوسنيو ټولټاکنو ته دموجوده جمهوررئيس حامد کرزي په گډون ٣٧کانديدان ولاړ دي، چې پکې دحامد کرزي سره په کابينه کې پاتې شوي دوه وزيران ډاکټر عبدالله او اشرف غني دحامد کرزي څخه وروسته تر ټولو پياوړي کانديدان گڼل کيږي.
په کال ٢٠٠٤م کې دافغانستان دننه ترسره شوؤ انتخاباتو کې شاوخوا ١٠ؤ مليونو افغانانو خپل نومونه راجستر کړي وؤ
خودکال ٢٠٠٩ء دټولټاکنو دپاره درايې ورکوونکو شمير دپينځلس نيم مليونو څخه سيوا دى.
تيرو انتخاباتو کې شاوخوا ٨ مليونه رايې کارول شوې وې چې حامد کرزي پکې ٤٤ لکه ،٤٠ زره او ٩ رايې ترلاسه کړې وې.
چې دټولو رايو په سلو کې پينځه پنځوس اعشاريه څلور جوړيدلې.
تير ځل دجمهوري رياست ټاکنو ته ١٨ کانديدان ولاړ ؤ خو دا ځل ٣٧ کانديدان په ميدان کې مقابلې ته راوتلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG