لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : دکرزي پلويان ټولټاکنو کې دبرياليتوب ادعا کوي


د افغانستان دجمهوري رياست په ټولټاکنو کې په غير رسمي توگه دموجوده جمهوررئيس حامد کرزي دبرياليتوب ادعا شوې ده.
دافغانستان د٣٤ؤ ولايتونو څخه د٣٠ؤ ولايتونو رايې شميرل شوي او دحامد کرزي پلويانو ادعا کړې ده چې تر دې ساعته په شميرل شوؤ رايو کې حامدکرزي د٥٠ فيصده څخه زياتې رايې ترلاسه کړي دي.
هغوي وايي حامد کرزي ٩٣ لکو څخه زيات ووټونه اخستي چې ددې سره هغه ښه په اسانه دافغانستان جمهوررئيس ټاکل کيدلى شي.
دافغانستان دټولټاکنو دکميسيون استازي ډاکټر داؤد علي نجفي ويلي دي دافغانستان د جمهوري رياست دټولټاکنو لومړۍ نتيجه به په ٢٥م اگست اعلانولى شي.
په کابل کې خبريالانو ته داحوال تيرولو په وخت ښاغلي نجفي وويل کۀ په ټولټاکنو کې کوم کانديد د٥٠ؤ فيصدو څخه زياتې رايې وانۀ خستې نو په دوهم ځل به ټولټاکنې کولى شي.
هغه وويل په ميډيا کې چې درايو ترلاسه کولو په اړه کومې اندازې ښودل شوي هغې سره دټولټاکنو دکميسيون هيڅ تعلق نشته.
ډاکټر داؤدعلي وويل تر دې مهاله د٣٠ؤ ولايتونو څخه دټولټاکنو نتيجې ترلاسه شوي دي او ٤ ولايتونه لا پاتې دي.
دهغه وينا وه په ٩ؤ اولسواليو کې دامنيت دخرابې وضعې له امله ټولټاکنې نۀ دي شوي.
دحامد کرزي دانتخابي کمپائن مشر دين محمد خبريالانو ته ويلي دي دټولټاکنو په لمړي پړاؤ کې حامد کرزي ډاگيز برياليتوب ترلاسه کړى او دوهم پړاؤ ته دټولټاکنو داوښتو ضرورت به نۀ پيښيږي.
خو حکومتي سرچينې يا دټولټاکنو کميسيون دحامدکرزي دپلويانو دغه ادعا نۀ تصديقوي.
سرچينې وايي په ترسره شوؤ ټولټاکنو کې دکرزي ستر سيال او پخواني دبهرنيو چارو وزير ډاکټر عبدالله عبدالله ٣٧ لکه رايې اخستي خو ورسره دډاکټر عبدالله پلويان په دغه ټولټاکنو کې ددرغلۍ تورونه هم لگوي او وايي جمهوررئيس حامد کرزي په ټولټاکنو کې حکومتي وسيلې دخپلې گټې دپاره په کار راوستي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG