لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان :د ټولټاکنو په نتيجه کې به افغانستان کې امن رامينځته شي


په اسلام اباد کې خبريالانو ته داووۀ نيز احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند عبدالباسط خان وويل پاکستان هيله کوي چې په گاونډي هيواد افغانستان کې ترسره کيدونکې ټولټاکنې به په دغه هيواد کې ثبات رامخې ته کړي.
عبدالباسط خان وويل دپاکستان او افغانستان راتلونکي په يو پسې تړل شوي دي.
هغه هيله څرگنده کړه چې په افغانستان کې دترسره کيدونکو ټولټاکنو په نتيجه کې به په دغه هيواد کې امن، پرمختيا راشي.
دخارجه دفتر وياند په اسلام اباد کې دامريکايي سفارت خانې دپراختيا او دامريکايي پوځيانو دموجوديت خبرونه بې اساسه وگرځول.
هغه وويل دتوانايۍ دبحران هواري لپاره دامريکا مرسته ښۀ ده خو ددې دپاک ايران گازپائپ لائن سره هيڅ تعلق نشته.
نوموړي وويل دپاکستان دپخوانۍ صدراعظم بې نظير بوټو دوژنې په هکله په پاکستان کې دملگرو ملتونو دکميشن واک په ډاگه دىاو دپاکستان حکومت به دغه کميشن ته داصلي حقيقتونو مخې ته دراوړلو لپاره هر رقم اسانتياوې ورکوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG