لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل:دکرزي او ډاکټرعبدالله ډلې دبرياليتوب ادعاوې کوي


په افغانستان کې دجمهوري رياست دټولټاکنو درايو د شميرې عمل روان دى اؤ دټولټاکنودکميسيون دچارواکو وينا ده چې دسرکاري نتيجو او دبريالي کانديد اعلان کې ددوؤ څخه درې ورځې لگيدلى شي.
دجمعې په ورځ دحامد کرزي دانتخابي کمپائن مشر دين محمد خبريالانو سره په خبرو کې ادعا کړې ده چې درايو په لمړۍ شميره کې حامد کرزي ته پخپلو نورو مخالفو کانديدانو ښکاره برى ترلاسه دى ځکه نو دجمهوررئيس دټاکنې لپاره به ددوهم پړاؤ هيڅ اړتيا نۀ رامينځته کيږي.
خو ددې برعکس دډاکټر عبدالله عبدالله دانتخابي مهم دډلې غړي وايي دجمهوررئيس حامد کرزي دملگرو ادعاوې سمې نۀ دي ځکه دجمهوري رياست لپاره کانديد عبدالله ته پخپل سيال برى ترلاسه دى.
دعبدالله وياند فضل سنگچارکي ويلي دي چې عبدالله ٦٣ فيصده رايې گټلي دي.
په افغانستان کې د رايو اچونکو شميره شاوخوا يو کروړ او اويا لکه ده او دلمړيو اندازو له مخې په ٢٠ م اگست ترسره شوؤ صدارتي انتخاباتو کې د٤٠ؤ څخه ٥٠ؤ فيصدو پورې رايې اچول شوې دى .
دطالب جنگيالو لخوا اولس ته په ټولټاکنوکې دبرخې نۀ اخستو د دړکوباوجود درايې اچولو عمل په مجموعي توگه دامن په فضاء کې ترسره شوى دى.
په دغو ټاکنو کې ددريوؤ طاقتورو کانديدانو حامد کرزي، دافغانستان دبهرنيو چارو دپخواني وزير ډاکټر عبدالله عبدالله او دخزانې دپخواني وزير اشرف غني ترمينځ اصل مقابله روانه ده.
طالبانو په صدارتي ټاکنو کې دخنډانو راولاړولو لپاره خپلو داړي گړي فعاليتونو کې درايې اچولو څخه څو ورځې دمخه اضافه کړې وه او دزيارت په ورځ هم دپايتخت کابل په گډون دهيواد په بيلا بيلو برخو کې دجنگيالو په بريدونو کې دافغان پوليسو او پوځيانو په شمول ٢٦ تنه وژل شوي وؤ.
دجمهوري رياست دټاکنو څخه يوه ورځ وروستو هم په کابل کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي او په ښار کې ځايې پځايې پوليس گزمې کوي.
دامريکا جمهوررئيس براک اوباما دوړاندې څخه دغه ټولټاکنې بريالۍ گرځولې دي.
دزيارت په ورځ يو امريکايي ريډيو سره مرکه کې براک اوباما ويلي وؤ امريکايي پوځونه به افغانستان کې دجنگيالو هيواد څخه دويستلو لپاره خپل فشار پځايې ساتي.

XS
SM
MD
LG