لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې ووټونه باید په امن کې ترسره کړی شي


دامریکې یو جگپوړي چارواکې ویلې دې چې د افغانستان په جمهوریاستي انتخاباتو کې په پراخه کچه د خلکو گډون یقینې کولو لپاره باېد امینیت خوندي کړی شي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې استازي رچرډ هالبروک صلاحکار ولي نصر وینا په محال کړي ده چې طالبانو افغان وولس ته خبرداری کړی دی چې په شلم اگست کیدنکو ووټونو کې برخه وانخلي.
د گل په ورځ د امرېکې نیویارک ټائیمز ورځپانړې د جنوبې افغانستان ترکۍ سیمې نه رپورټ کې ویلې دې چې سېمه کې طالبانواعلان کړی دی چې که څوک هم په ووټونو کې برخه واخلې نوهاغه گوته به يي غوثول کیږي چې د ووټ اچولو ورسته پې د سهۍ نخه لگول شوي وي.
ولې نصر وايي داافغانستان داتخاباتو لپاره امنیت ډیر ضروري دی. او که امنیت نه وي نو په ووټونو کې د خلکو گډون په شک کې غورځیدی شي. هغه وايي باید داسې انتخابات ووشې چې ټول خلک پکښې برخه واخلي اوپه بې امنۍ کې زیات والی، وژنې، بمې چاودنې د هرکلې وړ چارې نه وي.
ولې نصر وویل چې امریکا او پاکستان په سیمه کې د امنیت او سباط په اړه شریک مفادات لري.
هغه وویل په جنوبې وزیرستان کې د طالبانو موجودیت او دا صلاحیت چې د پاکستان په بیلا بیلو ځایونو کې بریدونه ترسره کړی ددغه هیواد په گټه نه دې.
څیړونکې وايي پنځه کاله وړاندې چې کله د طالبانو د تگ ورسته په وړمبي وار د نوي جمهوررئیس لپاره ووټونه کیدل نو حالات بدل وو. خواوس د طالبانو لخوا د انتخاباتو خلاف دړکي ښاي چې دوي مظبوط شوي دي.
د طالبانو لخوا خپره کړی شوي یوه بیانیه کې ویل شوي دي چې افغانان باید دامریکې په مشرۍ کې کیدونکي انتخاباتو نه ډډه ووکړی او باید د جگړې لپاره ځانونه تیار کړي.
خوانتخاباتو کې برخه اخستونکي امیدواران وايي چې عام وولس هیواد کې د پرمختگ راوستلو په خاطر په ووټونو کې سره د ولولوونډه اخستلو لپاره لیواله لیدلی کیږي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG