جنوبې کوریا په خلا کې دسیارې پریښودولپاره راکټ چلولی دی خو سیاره مدار ته رسیدو کې ناکامه شوي ده.
د کوریا سپیس وهیکل ١ یا د کوریا د خلا د اولې شمیرې گاړی د جنوبې کوریا د نیرو خلاې مرکزنه مزیگر پنځه بجې روان کړی شوی وو.
د راکټ هڅه وه چې په خلا کې، د مزکې نه ٣٠٠ کلومیټره پورته، یوه سیاره پریږدي.
د جنوبې کوریا د تعلیم سائنس او ټیکنالوجۍ لپاره وزیر ان بی یونگ مین د قام شکریه اده کړه چې د راکټ د پروگرام ملاتړ یي ووکړو.
هغه وویل چې د راکټ وړمبی او اولنی پړاونه د پروگرام سره برابر و خو ورسته کله چې يي د پورته تگ په محال رفتار زیات شو نو خبرابی پکې پیدا شو. هغه وو یل چې د خلا د څیړنې مرکز به په دې لړ کې پلټنې کوې چې خرابی د څه له امله رامنځته شو.
د جنوبې کوریا د راکټو پروگرام سیمه کې د نورو هیوادونو لکه د چین او جاپان نه ورسته دی. د جنوبې کوریا حریف گاونډي هیواد شمالې کوریا هم خلا ته دوه راکټونه لیږلي دي.
په اپریل کې شمالې کوریا خلا ته د مواصلاتي سیارې لیږلو ادعا ووکړه. خو امریکا، جاپان او جنوبې کوریا وايي د شمالې کوریا سیاره خلا ته نه ده رسیدلې او ددغه ازمائنې په شايي د اوږدي فاصلې مزائیل په ازامائښتي توگه چولولی دی.