لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : د اين ايف سي غونډه پېل شوی


د پاکستان دنوي جوړکړل شوي قومي مالياتي کميسيون د دوه ورځنۍ غونډې لمړى پړاؤ نن دزيارت په ورځ پايې ته رسيدلى دى چې پکې دڅلورو واړوصوبو څخه غوښتنې او وړانديزونه ترلاسه کړل شوي او ايجنډې ته غوڅ شکل ورکړل شوى دى.
دقومي مالياتي کميسيون دلمړۍ ورځې غونډه په پلازمينه اسلام اباد کې دخزانې دوزير شوکت ترين په مشرۍ وشوه.
په دغه غونډه کې دخزانې وزيرانو،دسندهـ وزيراعلي ، دڅلورو واړو صوبو داقتصادي چارو پوهانو او نورو اړونده چارواکو برخه لرله.
داين ايف سي په دغه غونډه کې دمرکز څخه په صوبو دوسيلو ويشلو په اړه دصوبايي استازو څخه نظرونه واخستل شول.
دغونډې څخه وروستو دخزانې مرکزي وزير شوکت ترين خبريالانو ته وويل په غونډه کې ټولو صوبو ته ويل شوي چې هغوي بايد خپلې ستونزې په خلاص مټ مخې ته راوړي.
دخزانې دوزير وينا وه په خدماتو دټيکس لګولو په وخت دصوبو سره مشورې، دپيټروليم پرمختيايي ټيکس، دسرحد ابيانه او نورې ګڼې معاملې ايجنډې کې راوستل شوي دي.
دهغه وينا وه په سبانۍ غونډه کې به دخزانې دوزارت لخوا دکميسيون غړو ته دټيکسونو داخستنې دنظام په هکله احوال تيرولى شي.
دهغه وينا وه داين ايف سي راتلونکې غونډې به په هره صوبه کې کيږي چې پيل به يې دبلوچستان څخه وي.
بايد وويل شي چې په پاکستان کې هرکال دصوبوڅخه مرکزته د رسيدلې گټې په صوبودبيرته ويشلولړکې سخت اختلافات ليدل کيږي.اؤ هره صوبه دزياتي برخې ترلاسه کولودپاره خپل دليل لري.
بلوچستان ايالت وايي دگازد زياتوځيرموپه لرلو اؤدبې کچه پسماندگۍ له امله دغه صوبې ته بايد زياته برخه ورکړل شي،
سرحدصوبه نظرلري چې يوخوايې دقدرتي وسيلوڅخه مرکز زياته گټه ترلاسه کوي،بل دترهگرۍ په ضد جگړه کې زيات اغيزمن شوى،اؤدسمندرڅخه دلرې والي په وجه يې پسماندگي هم سيواده ځکه نوپه ملي پانگوکې دزياتې برخې اخستوحقداردى
پنجاب په دې نظردى چې ابادي يې زياته ده ځکه نوبرخه يې هم زياته پکارده اؤ سندهـ وايې چې دڅلورو واړو صوبوڅخه زياته گټه لري نوبرخه يې هم بايد ډيره وي.
صوبه سرحد دسږني اين ايف سي ايوارډ دپاره غوښتنه کړې ده چې بايد برخه يې ٥ فيصده سيواکړل شي اؤددې ترڅنگ دې دمرکزاؤصوبوترمينځ د وسيلوويش د٢٠اؤ ٨٠فيصده په اساس دکولو،دمينځگړتوب دټريبونل دپريکړې په اساس ١١٠ اربه روپۍ چې اوس ٢٥١اربه روپۍ جوړيږي،اؤد١٠فيصده اضافې سره دبجلۍ دکليزه گټې ٣٨اربه روپۍ بايد په سمدستي ډول صوبه سرحدته ورکړل شي

ځانګړې ویډیوګانې

په پاکستان کې کروندګرو د غنمو په سر د احتجاج اعلان کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG