لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن : پاک افغان پوله پرانستل شوه


دپاکستان دبلوچستان ايالت سرحدي سيمې چمن په مقام پاک افغان پوله ددوؤ ورځو دبنديدو څخه وروستو دگل په ورځ پرانستل شوې ده او يو ځل بيا په افغانستان کې دميشتو ناټو ځواکونو لپاره دسامان رسد پيل شوى دى.
دټرکونو دتالاشۍ په معامله ددواړو هيوادونو دسرحدي ځواکونو ترمينځ داختلافونو په وجه افغان چارواکو دچمن په مقام پاک افغان پوله تړلې وه
دپولې بنديدو له امله غيرملکي پوځيانو ته سامان وړونکي د ١٠٠٠ؤ څخه زيات گاډي او نور دتجارتي شيانو څخه ډک په سلگونو ټرکونه دواړو هيوادونو ته په غځيدلې لويه لاره ولاړ پاتې شوي وؤ
دپولې دبنديدو په مهال داتوار په شپه نامعلومو کسانو دريموټ بم له لارې دناټو لپاره سامان وړونکي شاوخوا ٢٥ ؤ څخه زيات دتيلو ټانکرې، کنټينرونه او په ټرالرو بار امريکايي بکتر بند گاډي تباه کړي او دتباه شوي تيلود يو ټانکر څخه ديو ډرائيور مړى هم ترلاسه شوى دى.
دسرچينو له مخې په دغه مهال دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ ډزې هم شوې چې پکې يو عسکر او دوه بريد کوونکي ژوبل شوي وؤ.
په چمن کې يو لوړپوړي پاکستاني چارواکي تور لگولى چې افغان چارواکو دوړاندې څخه دخبر ورکولو پرته پوله تړلې وه خو افغاني چارواکي وايي چې دافغانستان څخه پاکستان ته د تلونکو ټرکونو ډرائيوران به پاکستاني عسکرو بې ځايه تنگول او دهغوي ټرکونه به يې تالاشي کول چې له دې امله يې احتجاجاً پوله تړلې وه.
بايد وويل شي څو مياشتې وړاندې به په افغانستان کې دميشتو ناټو ځواکونو لپاره سامان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لاره وړل کيدو خو په دغه سيمه کې په سامان وړونکو ټرکونو دزياتو بريدونو څخه وروستو اوس دغه سامان دچمن په لاره افغانستان ته وړل کيږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG