لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي :عملياتو کې ٤٠ تندلاري وژل شوي دي


د افغانستان پولې سره نزدي دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دامنيتي ځواكونولخوا دتندلاروپر ضد پيل شوؤپوځي عملياتوکې 40 جنگيالي وژل شوي او ٤٢ نور ژوندي نيول شوي دي.
دخيبرايجنسۍ پوليټکل ايجنټ طارق حيات خان په عملياتوکې د٤٠تندلارو وژنه اؤ د٤٢ؤ نيونه تصديق کړې ده اؤ ويلي يې دي دغه عمليات ديوشخص يا ډلې په ضد نۀ بلکې دورانکاروپه ضد کيږي.
پيښورکې يومطبوعاتي کانفرنس ته په ويناکې نوموړي وويل په عملياتوکې ٣ پوځيان هم وژل شوي دي .
دهغه په وينا عمليات به ترهغې دوام ومومي ترڅوچې باړه دتندلاروڅخه پاکه کړل شوي نۀ وي
پولټيکل ايجنټ وويل په سوات اؤبونيرکې دعملياتوڅخه وروستوترهگرباړې ته راروان وؤ ځکه يې په ضد عمليات پيل کړل شول .
طارق حيات خان وويل کۀ چرې ترهگروسلې وغورځوي اؤ دقانون واکمنۍ ته غاړه کيږدي نوبيامذاکرات کيدلى شي.
دپاکستان دمليشه ځواکونويا ايف لخوا په جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي نن سحروختي دتندلاروپه ضدپيل کړل شوؤ عملياتوکې د٣٥ؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي دي.
په دغه عملياتو کې پوځ ته ددرنو وسلو ترڅنګ دزغره بند ګاډو او هيلي کاپټرو مرسته هم ترلاسه ده.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي دا مهال امنيتي ځواکونه دخيبرايجنسۍ په شلوبر، ملک دين خين، سپاه او قمبرخيل سيمو کې دپرمختګ په حال کې دي.
سرچينې دا هم وايي چې په عملياتو کې دلښکر اسلام دګڼو کمانډرانو کورونه او څلورځالې ړنګې کړل شوي دي.اؤپکې ٤٠جنگيالي وژل شوي دي.
دغه عمليات دخيبرايجنسۍ په تورخم سيمه کې دپاکستان او افغانستان په ګډه پوله تيره اوونۍ دترسره شوي ځانمرګي بريد څخه وروستو پيل کړل شوي دي.
په هاغه ځانمرګي بريد کې دوه ويشت خاصه دار وژل شوي وؤ.
په سيمه کې دپوځي عملياتو له امله ټولې لويې لارې تړل شوي او دنامعلومې مودې پورې ګرځ بنديز پځايې کړل شوى دى.
د تندروه ډ لې لښكر اسلام وياند زرخان د حكومت څخه غوښتي دي چې په سمد ستي ډول بايد په سيمه کې پيل كړل شوي عمليات اودروي او د مذاكراتو په ميز د ستونزو هوارى ولټول شي.
بايد وويل شي خيبرايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چرته چې دافغانستان او پاکستان پولې ديو بل سره لګيدلي او په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو ته زياتره سامانونه هم ددغې لارې رسيږي.
په خيبرايجنسۍ کې تندروه ډلې اکثره مهال ناټو ته په سامان وړونکو ګاډو بريدونه کوي اوسامانونه يې لوټي.
په دغه سيمه کې بيلا بيلې تندروه مذهبي ډلې ديو بل سره سخت اختلافات هم لري او دخپل مينځي اختلافونو له امله ددغه تنظيمونو ترمينح نښتو کې تر دې مهاله په سلګونو کسان وژل شويدي.
لښکر اسلام دخيبرايجنسۍ تر ټولو پياوړې تندروه ډله ګڼل کيږي چې مشري يې دمنګل باغ په نوم يو تن کوي.
دپاکستان حکومت تيره مياشت دغه ډله غيرقانوني ګرځولې ده.
زياتره څيړونکي دپاکستان په استخباراتي شبکو داسې تورونه هم لګوي چې په خيبرايجنسۍ کې لښکر اسلام ډلې ته وسلې او پيسې برابروي.
خو پاکستاني پوځ مدام دتندلارو دپالنې او ساتنې په هکله تورونه رد کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG