د پاکستان په قبايلي سيمو اورکزئ او خيبر ايجنسيو کې امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې پکې ٥٣ جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو داورکزئ ايجنسۍ په اتمان خيل او سيد خيل سيمو کې دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو ځالې په نخښه کړې چې پکې ١٨ جنگیالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي هم دي.
سرچينې وايي دتندلارو پرضد دغه عملياتو کې ٦ گاډي او دجنگيالو یولس د پټيدو ځائيونه هم تباه شوي دي.
اخوا دافغانستان پولې ته نزدې دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې هم امنيتي ځواکو دجنگي هيلي کاپټرو څخه دتندلارو په ځالو گوله باري کړې ده.
دمليشه ځواکونو له مخې په عملياتو کې ٣٥ تندلاري وژل شوي دي.
دصوبه سرحد دمليشه ځواکونو لخوا په جاري کړل شوي يو بيان کې ويل شوي دي په عملياتو کې دتندروه ډلې لښکر اسلام يو مهم روزنيز مرکز هم له مينځه وړل شوى دى.
امنيتي ځواکونو دلنډي کوتل تحصيل د تيراه په گاگرينه او سنډاپال سيمو کې دتندلارو په ضد عمليات کړي او دهغوي ځالې يې دهيلي کاپټرو څخه په نخښه کړي دي.
دفرنټئير کور له مخې په دغه عملياتو کې ٣٥ تندلاري وژل شوي او دهغوي ٧ گاډي تباه کړل شوي دي.
بل لوري ته دباړې په قمبر خيل سيمه کې هم امنيتي ځواکونو دنن ورځې په عملياتو کې دتندلارو ١٥ کورونه ړنگ کړي دي.
په ازاده توگه په عملياتو کې دوژل شوؤ کسانو دشميرې پخلى نۀ دى شوى.
اخوا دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ طارق حيات خان ويلي دي چې په باړه سيمه کې دغيرقانوني گرځول شوي تنظيم لښکر اسلام په ضد روانو عملياتو کې تراوسه د١٠٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي او ١٠٧ نور ژوندي نيول شوي دي.
خو دځايې خلکو وينا ده چې په وژل شوؤ او نيول شوؤ کې عام وگړي هم شامل دي.
دخالي په ورځ دخيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې خبريالانو سره دخبرو په مهال پوليټيکل ايجنټ طارق حيات خان وويل په باړه کې موجود دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې لښکر اسلام دجنگيالو سره به هيڅ رقم خبرې نۀ کيږي.
هغه وويل ددغه تندروه ډلې په ضد به روان عمليات په هاغه صورت کې اودرولى شي چې بې له شرطونو وسلې په ځمکه کيږدي.
دهغه وينا وه په عملياتو کې دتندلارو د٩ؤ مهمو مرکزونو په گډون ٥٤ کورونه ړنگ کړل شوي دي.
تړلي
1