لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات او خېبر ایجسنۍ کې عمليات دوام لري


د پاکستان دصوبه سرحد په سوات سيمه کې ځايې لښکر د طالبانو حمله پر شا تمبولې اودرې ترهگر يې وژلي دي او دخيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې امنيتي ځواکونو دعملياتوپه دريمه ورځ دتندلارويو شمير مرکزونه له مينځه وړي دي.
دپاکستان دپوځ دبيان له مخې تيره ورځ دسوات دکبل تحصيل دتوتانو بانډې سره نزدې په گلوچ سيمه کې ځايې لښکر دطالب ياغيانو يوه ډله وليدله او دهغوي په ضد يې عمليات وکړل.
پوځ هم دځايې لښکر لخوا ددريوؤ تندلارو دوژل کيدو ادعا منلې ده.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دطالبانو او ځايې لښکر ترمينځ تر زياته وخته مقابله وشوه او دواړوخواؤ په يو بل ناتاره ډزې وکړې.
دسيمه ييز لښکر لخوا دتندلارو مخې ته داودريدلو څخه وروسته طالب ياغيانو په کبل سيمه کې دخپلو دوؤ وژل شوؤ ملگرو مړي پريښودي او يو مړى يې دځان سره وړى دى.
په دغو ډزو کې ددريوؤ طالبانو دوژل کيدو ترڅنگ دځايې لښکر يو غړى هم ژوبل شوى دى.
دامنيتي ځواکونو دسرچينو له مخې په کبل کې دطالبانو لپاره مخبري کوونکي دوه کسان هم پوځ نيولي دي.
سرچينې وايي دغو دواړو نيول شوؤ مخبرانو دپلټنو په مهال امنيتي ځواکونو ته ويلي دي چې دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله دا مهال دپوځ دمحاصرې لاندې دى، خو دپاکستان پوځ په دغه هکله تر دې مهاله هيڅ نۀ دي ويلي.
دسوات کبل سيمه کې طالب جنگیالو پرضد د٦٠٠٠ؤ وسله والو لښکرجوړ کړل شوى چې دی. پوځ هم دغه لښکر ته دهر رقم مرستې باور ورکړى دى.
همدغه راز دپاکستان پوځ وايي چې دسوات دسرښار مينگورې په قمبر سيمه کې يې دعملياتو په مهال يو مهم تندلارى کمانډردوا نور نيولى او يو بل کمانډر سيف الله ځان پخپله پوځ ته سپارلى دى.
دپوځ دوينا له مخې دسوات دبيلا بيلو سيمو څخه يې دتيرو ٢٤ؤ ساعتو په عملياتو کې ١٠ نور شکمن جنگيالي هم نيولي دي.
بل لوري ته دخيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې دتندروه مذهبي ډلو پر ضد نن په دريمه ورځ هم عمليات دوام لري او په دغه عملياتو کې دتندلارو يو شمير مرکزونه له مينځه وړل شوي دي.
په سيمه کې دروانو عملياتو له امله گرځ بنديز يا کرفيو پځايې ده او خلک دسختو ستونزو سره مخ شوي دي.
دباړې په عملياتو کې تر دې مهاله شاوخوا ٥٦ تندلاري وژل شوي او د٦٠ؤ څخه زيات ژوندي نيول شوي دي.
په ننيو عملياتو کې تندلارو ته اوښتې مرگ ژوبله تر دې مهاله په ډاگه شوې نۀ ده.
دتيرو ٣ؤ ورځو په دغو عملياتو کې د٨ؤ تندلارو کمانډرانو کورونه هم دامنيتي ځواکونو لخوا ړنگ کړل شوي دي.
په باړه کې دروانو پوځي عملياتو له امله دسرښار پيښور سره په نزدې کليو کې هم پوليسو د تندلارو پر ضد دلټونې عمليات پيل کړي اودزړې باړې او شيخانو څخه يې ٢٠ شکمن کسان نيولي دي.
دپوليس سرچينو له مخې په باړه کې دعملياتو څخه وروستو ويره ده چې تندلاري نزدې کليو کې پټ شي، ځکه نو پوليسو دباړې څخه په وتلو لارو کلکه څارنه پيل کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG