لاس رسیدونکی لینک

 
د خيبراو مومند ایجنسیو عملياتو کې اته کسان وژل شوي دي
تازه خبر

د خيبراو مومند ایجنسیو عملياتو کې اته کسان وژل شوي دي


په دوهمه ورځ هم دخيبرايجنسۍ په باړه سيمه کې دتندلارو پر ضد دامنيتي ځواکونو لخوا پيل کړل شوؤ عملياتو دوام لرلو.
ددوهمې ورځې په عملياتو کې درې تندلاري وژل شوي او ٢٧ نورژوندي نيول شوي دي
امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دتندلارو ٥ځالې له مينځه وړ ي او په دروند کچ يې ورڅخه وسله ترلاسه کړې ده.
نيول شوي تندلاري او وسله په شا کڅ سيمه کې خبريالانو ته هم وښودل شوه.
ددوهمې ورځ دعملياتو په اړوند نن دشورو په ورځ دباړې دعملياتو مسؤل بريگيډئير فياض او دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ طارق حيات خبريالانو ته احوال تير کړو.
دواړومشرانو وويل ددوهمې ورځې په عملياتو کې ددريوؤترهه گرودوژل کيدو ترڅنگ دهغوي ٥ مرکزونه او دوه ځانمرگي گاډي هم له مينځه وړل شوي دي.
هغوي وويل دعملياتو په مهال دکمانډر سهيل په مرکز امنيتي ځواکونه دسخت مقاومت سره مخ شوي دي.
اخوا دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍکې دامنيتي ځواکونو دگوله بارۍ له امله ٥کسان وژل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي دمهمند ايجنسۍ دامبار سيمې په غلجودره او موسي کور کې امنيتي ځواکونو دنهې او شورو په مينځ شپه کې دتندلارويو شمير شکمنې ځالې په نخښه کړې او درنه گوله باري يې پرې وکړه.
سرچينې وايي په دغه مهال په ځينو کورونو هم گولې پريوتې دي چې پکې ٥ کسان وژل شوي دي.
دمهمند ايجنسۍ په دريوؤ تحصيلنو ادينزۍ،امبار او لکړوکې دشپې د٩ؤ بجو څخه دسحر تر ٦ؤ بجوگرځ بنديز پځايې کړل شوىدى او دتندلارو په ضد دعملياتو په مهال په ټوله ايجنسۍ کې کلک امنيتي گامونه اخستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG