لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: ښتوکې ١٠شکمن جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستان دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې پوځ او پوليسو سره په نښتو کې ١٠ طالبان وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دسوات په سرښارمينگوره کې بيګاه دشپې ناوخته وسله والو جنګيالو دپوليسو په گاډي بريد وکړو.
له دې وروسته دپوليسو لخوا ددغو جنګيالو په ضد ځوابي عملياتو کې ٣ تندلاري وژل شوي دي.
بل لوري ته دپاکستان دپوځ لخوا د جاري کړل شوي بيان له مخې دمالم جبې سره نزدې په چرايي سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړل چې پکې ٧ترهه ګر وژل شوي دي.
دپوځ له مخې تندلارو سره په نښته کې يو عسکروژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.
دپوځ وينا ده دراهټ کوټ،نلکوټ باغ ډيرۍ، برټن او دوسرې بانډۍ څخه يې ١١ شکمن تندلاري نيولي او په سرسينۍ،شاډهنډ بانډه او برشاور سيمو کې ١١ؤ نورو تندلارو ځانونه پوځ ته سپارلي دي.
دپوځ وينا ده دقبائيلي ايجنسۍباجوړ په خار سيمه کې يو مطلوب ترهه ګر کالام خان ځان قانون ته سپارلى او په ناواګۍ سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړي اويو ځايې تندلارى کمانډر يې سره د٥ؤ ملګرو نيولى دى.
بل لوري ته دخيبرايجنسۍ په باړه سيمه کې دتندلارو په ضدعمليات نن هم دوامدارؤ اؤ سرچينې وايي امنيتي ځواکونوبيگاه ټوله شپه دتند لارو په شکمنو سنگرونو گوله باري کړې ده خو په دغه گوله بارۍ کې اوښتې مرگ ژوبله لا نۀ ده په ډاگه شوې.
دباړې څخه په وتلو ټولو لويو لاروامنيتي ځواکونو پاټکونه اچولي اؤ هيچا ته دتيريدلو اجازه نۀ ورکوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG