لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي ادعا : د سوات او باجوړ عملياتو کې اته جنگیالي وژلي


د پاکستان پوځ دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات او قبائيلي سيمه باجوړ کې دطالبانو په ضد عملياتو کې د دریو افغان ترهګرو په ګډون د اتو جنګيالو دوژنې ادعا کوي.
دسوات دوضعيت په هکله دپاکستان پوځ پخپل بيان کې ويلي دي امنيتي ځواکونو دبنجوټ سره نزدې په سم تير سيمه کې دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړل چې پکې پنځه ترهګر وژل شوي او نهه نور نيول شوي دي.
دپوځ وينا ده په دغه نښته کې یو پوځي هم وژل شوى او بل ژوبل شوى دى.
دپوځ له مخې دعملياتو په مهال دبانډۍ کلي څخه امنيتي ځواکونو دوه،قمبر،کوزې بانډې او ناؤ څخه اووه ترهګر نيول شوي دي.
پوځ زياتوي په کالا کلي کې ١٠ؤ ،برشاور اور ازبک بانډه کې ٢ؤ جنګيالو پخپله خوښه ځانونه پوځ ته سپارلي دي.
همدغه راز پوځ وايي دباجوړ په چنار سيمه کې تندلارو سره دنښتې په مهال ٣ افغان ترهګر وژل شوي دي.
سرچينې وايي دکوز دير ثمرباغ سيمې څخه پوځ تندلارى کمانډر يونس هم نيولى دى.
اخوا دصوبه سرحد په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيلو کې دامنيتي ځواکونو سره نښته کې یو تندلارى وژل شوى او دعملياتو په مهال دبيلا بيلو سيمو څخه ګڼ شمير کسان نيول شوي دي.
دسرچينو له مخې دغه نښته ددره ادم خيلو په شيرکي سيمه کې رامينځته شوې ده.
نښته کې دتندلارو څخه په دروند مقدار کې وسله او چاؤديدونکي مواد هم لاس ته راوړل شوي دي.
همدغه راز داخوروال سيمې څخه ديو تن مړى ترلاسه شوى دى.
ويل کيږي دغه تن څو ورځې وړاندې تندلارو تښتولى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG