لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: عملیاتو کې شپږ طالبان وژل شوی، ٥١ و  وسلې غورځولي


د صوبه سرحد په سوات سيمه کې پوځ دشلگونوتندلارو قانون ته دځان سپارلو خبر ورکړى دى او پوځ سره په نښتو کې شپږ ترهگر وژل شوي دي.
دپاکستاني پوځ دبيان له مخې دسوات په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات دوام لري او په دغه عملياتو کې نورو ٥١ؤ ترهه گرو خپلې وسلې غورځولي او ځانونه يې قانون ته سپارلي دي.
پوځ پخپل بيان کې دملاکنډ په جيرونه سيمه کې دطالبانو لخوا په يو گاډي دناتاره ډزو په پيښه کې د٥ؤ مسافرو دوژل کيدلو خبر هم ورکړى دى.
دسرچينو وينا ده چې دسوات په جامبيل سيمه کې دپوځ سره دنښتې په مهال درې او په بري کوټ کې يو تندلارى وژل شوى دى.
همدغه راز دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي چې په ديولۍ او خيراباد سيمو کې امنيتي ځواکونو د٢٠ؤ تندلارو کورونه ړنگ کړي دي.
خو پوځ پخپل رسمي بيان کې په دغه هکله څه نۀ دي ويلي
په دې وروستيو کې دسوات دطالبانو دمهمو مشرانو دنيول کيدو له امله دسوات په خلکو کې دامن هيلې تاندې شوي او دغلته بازارونه او کاروباري مرکزونه يو ځل بيا پرانستل شوي دي.
پوځ ادعا کوي چې په سوات کې يې دطالبانو دمقاومت روحيه کمزوې کړې ده خو دهغې باوجود هم طالبان وخت ناوخته په سوات کې په پوځيانو بريدونه کوي.
پوځ ادعا کوي چې په سوات کې دطالبانو په ضد روانو عملياتو کې يې تر دې مهاله ١٨٠٠ؤ څخه طالبان وژلي دي او په دغه جګړه کې په لسګونو پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG