لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني: د پاکستان د ملگرو هيوادونو غونډه هېواد لپاره زيات ارزښت لري


د پاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني وايي دترهگرۍ په ضد جگړه کې پاکستان مهم رول ترسره کوي او ټوله نړۍ هم د پاکستان دغه رول مني.
د پاکستان دملگرو هيوادونو دسرټولنې په هکله يوسف رضا گيلاني وويل دغه غونډه دپاکستان دټولنيزې او اقتصادي پرمختيا لپاره زيات ارزښت لري.
هغه وويل په غونډه کې به دترهه گرۍ په ضد دجگړې څخه داغيزمن شوي ملاکنډ ډويژن دبيا جوړونې لپاره دنړيوالو مرستو ترڅنگ دامريکا لخوا 7.5 اربو ډالرو کيري لوگر بل او دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دموقعو برابرولو په ساحو جوړولو هم خبرې کيږي.
دزيارت په ورځ په ملتان کې خبريالانو سره دخبرو په مهال صدراعظم هاغه نيوکې رد کړې چې گنې دهغه حکومت هند سره دکشمير په ستونزه دخبرو کولو څخه ويريږي.
گيلاني په ډاگه کړه چې نيويارک کې به دملگرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ په مهال ددواړو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو ترمينځ په ليدنه کې دکشمير په ستونزه مهمې خبرې کيږي.
هغه وويل په سيمه کې تر هغې امن او ثبات نۀ شي ټينگيدلى ، ترڅو چې دکشمير شخړه له مينځه وړل شوې نۀ وي.
دپاکستان صدراعظم وويل حکومت يې دکشمير دستونزې هواري ته په بشپړ ډول سنجيده دى او پاکستاني چارواکي به هندي چارواکو سره دنورو ستونزو ترڅنگ داوبو په شخړه هم خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG