لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي سينيټ دکيري لوگر بل منظوري ورکړې ده


امريکايي سينيټ دزيارت په ورځ په يو اتفاق دپاکستان دامداد لپاره دکيري لوگر بل منظوري ورکړې ده چې ددې ترمخه به پاکستان ته امريکا دپينځوؤ کلونو لپاره يونيم ارب ډالره کليز غير پوځي امداد او ټول په ټوله اووۀ نيم اربه ډالره ورکوي.
دسينيټ لخوا ددغه بل دمنظورۍ خبر دامريکا جمهوررئيس براک اوباما دزيارت په ورځ په نيويارک کې دپاکستان دملگرو دسرمشريزې غونډې په مهال ورکړو.
دسويلي اسيا لپاره دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما ځانګړي استازي رچرډ هالبروک دپاکستان دپاره ددغه بل منظوري يوه تاريخي موقع وګرځولو او وې ويل چې دنوي عصر دا لمړۍ موقع ده چې امريکايي کانګريس دپاکستان سره دمرستو يو داسې تړون کړى دى چې داوږدې مودې لپاره به وي.
دغه امداد دهاغه مرستې څخه پرته دى چې په ټوکيو کې دپاکستان دملگرو په غونډه کې يې امريکا ژمنه کړې وه.
همدغه شان د٣٣ؤ کروړو ډالرو هاغه امداد هم ددې بل څخه بيل دى چې امريکا دپاکستان صوبه سرحد په ملاکنډ کې سيمه دپوځ او طالبانو ترمينځ دجگړې له امله دځپل شوؤ کسانو لپاره بيل کړى ؤ.
دغه بل به په راتلونکې اوونۍ کې دامريکا ښکتني ايوان ته وړاندې کولى شي او ددواړو ايوانونو دمنظورۍ څخه وروستو به دامريکا جمهوررئيس براک اوباما ته دلاسليک لپاره وړاندې کولى شي.

Recommended

XS
SM
MD
LG