د پاکستان جمهوررئیس
اصف زرداري د زیارت په ورځ د ملگرو ملتونو اسمبلۍ غونډی له راغلو د نړۍ د هغو
هېودونو مشرانو سره لېدنه کوي چې د جمهوري پاکستان ملگرو په نوم یادیږي.
د سپنی
ماڼی لخوا خپور کړل شوی بیان کې ویل شوي چې د امریکا جمهوررئیس اوباما د برتانیه صدراعظم
گورډن برون او ښاغلې اصف زرداري به خپلو کې یو غونډه کوي.
د ٢٦و هېوادونو او نړیوالو ادارو مشران او استازي په
اقتصادي حفاظتي او بشري خواخوږی په مسلو دغه
غونډه کې گډون کوي.
د اپریل په میاشت کې نړیوالو امداد ورکونکو پاکستان له پنځو ملیاردو
ډالرو نه زیات امداد ورکولو ژمنه کړی وه چې پاکستان په خپله اقتصادي اډاڼه جوړه
کړي او د ترهگري مقابله وکړی شي.
پاکستان صدر زرداري او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به د زیارت په ماښام د
امریکا د بهرنیو چارو وزیری میرمن کلنټن سره یوه غونډه کوي.