لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکې او آرمینیا دامن لوظنامه لاس لیک کړه


د یوې صدۍ د تاؤ ترېخوالي او کړکیچنو تعلقاتو ورسته، ترکې او ارمینیا د تعلقاتو ښه کولو لپاره یوه تاریخي لوظنامه لاس لیک کړې ده.
سره ددې چې دواړو هیوادونو تر اخیري وخت په دې اختلاف لرلو چې دوې به په خپلو خپلورسمي بیانونو کې څه وايي، ترکې او آرمینا دغه معاهده د امریکې خارجه وزیرې هیلرې کلنټن په موجودگۍ د سویټزرلینډ ښار زیوریخ کې د خالي په ورځ لاس لیک کړه.
په آرمینیا کې تر لسو زرو پورې خلکو ترکې سره د ښو تعلقاتومعاهدې خلاف مظاهره ووکړه.
د آرمینیا سر ښار یاریوان کې د مظاهره چیانو غوتنه وه چې ترکې سره دې تعلقات تر هاغه وخت سم نه کړی شې تر څو ترکې دا اونه مني چې د سلطنت عثمانیه په ورستۍ موده کې د یو اشاریه پنځه میلینه آرمینیانو د لمنځه وړل بشر وژنه وه.
خو ترکې دا خبره نه مني، وايي په کال ١٩١٥ دغه خلک په وړمبي نړې وال جنگ کې او د نورستونزو له امله مړه شوې دي نه چې په کومه بشر وژنه کې له منځه تللې دي.
خو ددې اختلافاتو پرتله، ترکې او آرمینیا دامن لوظنامه او تعلقاتو په ښه کولو باندې موافقه شول. او د دواړو هیوادونو خارجه وزیرانو دغه لوظنامه لاس لیک کړه د کومې ترمخه چې به دوي سفارتي اړیکي برابروي اود دواړو هیوادونو تر منځ بنده پوله به خلاصوي.
دغه گامونه به د دواړو هیوادونوپارلیمانونو ته د منظورۍ لپاره هم وړاندې کیږي.
ترکې او آرمینیا تر منځ د امن د لوظنامي د لاس لیک کیدو دستوره کې د امریکې خارج وزیره هیلرې کلنټن او د روس خارجه وزیر سرجي لاورو هم شامل وو.
د امریکې خارجه وزارت د چارواکو وینا ده چې امریکې او خپله میرمن کلنټن د ترکې او آرمینیا تر منځ په ملگرتیا کې رول لوبه ولی دی.
څیړونکې وايي که څه هم دواړه هیوادنوآرمینیا او ترکې په رسمي توگه د ملگرتیا او ښو تعلقاتو تړون ووکړو خو د کوردننه د اختلافاتو په سبب به د امن پروسه ډیره په چټکتیا عملي نه کړی شي.
په آرمینیا کې ترکې سره د لوظنامې په اړه خلکوبیلا بیل احساسات لرل چا ویل چې ترکې سره شوي معاهده د آرمینیا لپاره د سپکاوي نه او چا ویل چې د خطر نه ډکه ده.
هم دغه رنگ احساسات خلکو په ترکې کې هم لرل. خو امریکاي او ارویاي سفارتکارانو د ترکې او آرمینیا تر منځ د معاهدې هرکلی ووکړو او دايي یوه تاریخي پریکړه او بوله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG