لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اکبر بگټي دوژنې مقدمه د مشرف پرضد درج کړل شوې ده


د پاکستان دبلوڅ ملت پاله سياسي مشر نواب اکبر بگټي دوژنې مقدمه دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف او پخواني صدراعظم شوکت عزيز په گډون د٦ؤ کسانو په ضد درج کړل شوې ده.
په ډيره بگټي تاڼه کې دغه مقدمه دبلوچستان دايالتي محکمې په امر دنهې او شورو په مينځ شپه کې درج کړل شوه.
دروانې مياشتې په ٧مه نيټه دبلوچستان ايالتي محکمې پوليسو ته امر کړى ؤ چې دنواب اکبر بگټي دوژنې مقدمه بايد درج کړل شي.
محکمې دغه حکم دوژل شوي بلوڅ مشر نواب اکبر بگټي دځوې جميل بگټي په خواست کړى ؤ.
جميل اکبر بگټي محکمې ته خواست کړى ؤ چې دهغه دپلار دوژنې مقدمه بايد دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف او د هغه دواکمنۍ ددور دنورو اړونده کسانو په ضد درج کړل شي.
دپرويز مشرف څخه پرته په دغه مقدمه کې دپخواني صدراعظم شوکت عزيز ، دکورنيو چارو دپخواني وزير افتاب شيرپاؤ، دبلوچستان دپخواني وزيراعلي جام يوسف او دبلوچستان دکورنيو چارو دپخواني وزير شعيب نوشيرواني نومونه هم راوړل شوي دي.
نواب اکبر بگټي په ٢٦م اگست کال ٢٠٠٦م کې دپوځي عملياتو په مهال دبلوچستان دکوهلو او ډيره بگټي ترمينځه يوه غرييزه سيمه کې دغار دننه دميزائيل په بريد کې وژل شوى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG