لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان : په بمبارۍ کې لږ تر لږه نهه جنگیالي وژل شوي


د افغانستان پولې سره نزدې د پاکستان په جنوبی وزیرستان سیمه کې استخباراتي چارواکو د وینا ترمخه جنگي الوتکو په بمبارې کې نهه طالب جنگیالي وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي وایي د شورو په ورځ هوایي ځواکونو د طالب جنگیالو په پټ ځایونو دغه بمباری په داسې حال کې کړې چې ځمکني ځواکونه د عملیاتو پېل کولو هڅو کې بوخت دي.
دنهې په ماښام هم د جنوبي وزيرستان ايجنسۍ په مکین، لدها او نواز کوټ سيمو کې هم امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو له لارې دجنگيالو شکمنې ځالې په نخښه کړي دي چې پکې دوه تندلاري وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دغه بمباری د تېره اونۍ د څلور غټ ترهگرۍ بریدونو وروسته شوی چې پکې د سلو نه زیات خلک وژل شوي دی. د اتوار په ورځ د صوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات شانگله کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان دځانمرگي بريد له امله د٦ؤ پوځيانو په گډون ٤١ کسان وژل شوي وو.
جنگیالو اسلام اباد کې د ملگرو ملتونو دفتر، پېښور خېبر بازار او پينډۍ کې دپاکستان په پوځي مرکز دترهگريز بريدونه کړي دي.
دپاکستان پوځي او حکومتي چارواکي وایي د ترهگرۍ بریدونو ټوله منصوبه بندي په قبایلي سیمو کې کېږي. پاکستان حکومت په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو پر ضد دمنظمو عملياتو دپيل کولو هوډ دمخه څرگند کړى دى.
دپاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک تېره ورځ مطبوعاتو ته ویلي وو حکومت د عملیاتو کولو فېصله کړی ده خو پوځ مشر اشفاق پرویز کیاني به یې د وخت ټاکنه کوي چې عملیات کله پېل کړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د جنګ خلاف احتجاجونه دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG