لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طارق حيات : وزيرستان کې عمليات پيل شوي دي


د پاکستان په قبائيلي سيمو کې دقانون دپځايې کولو سکتر طارق حيات خان وايي په جنوبي او شمالي وزيرستان کې دتندلارو پر ضد عمليات پيل کړل شوي دي او په لومړي پړاؤ کې دغلته دالوتکو دلارې دتندلارو ځالې په نخښه کولى شي.
خبريالانو سره په خبرو کې ښاغلي طارق حيات خان وويل په شمالي وزيرستان کې د١٠٠٠ؤ څخه دزياتو غيرملکي ترهګرو دموجوديت اطلاعات دي.
هغه وويل پوځ دا مهال په مکينه ، سپين کمر او شادي خيل سيمو کې دتندلارو ځالې په نخښه کوي.
دهغه وينا وه په دغه عملياتو کې احمدزو وزيرو او بيټني قبائيلو حکومت سره دکوټلې مرستې ژمنه کړې ده.
دقانون دپځايې کولو سکتر وايي دمحسود قام ځينې څانګې هم خبرو اترو ته اماده دي.
دپاکستان دغه لوړپوړي چارواکي په وزيرستان کې دعملياتو دپيل کيدلو ادعا وروسته له هغې کړې ده چې تيره اوونۍ دجمهوررئيس اصف علي زرداري ، دصدراعظم يوسف رضا ګيلاني ، دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني او داستخباراتي شبکې دمشر جنرال احمدشجاع پاشا ترمينځ په يوه غونډه کې دوزيرستان دننه دپوځي عملياتو دپيل کولو پريکړه شوې وه.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک او داطلاعاتو وزير قمر زمان کائره منلې ده چې په وزيرستان کې دعملياتو پيل کولو پريکړه شوې خو وايي دعملياتو په اړه دوخت ټاکلو واک دپوځ سرلښکر ته سپارل شوى دى.
بايد وويل شي دصوبه سرحد حکومت هم په تيرو ورځو کې دپوځ او مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې په وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG