لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دجاسوسي الوتکو بريد کې څلور طالبان وژل شوي دي


د افغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ځالو دشکمنو جاسوسي الوتکو په بريد کې څلور کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي جاسوسي الوتکو دشمالي وزيرستان دمرکز ميرانشاه سره نزدې په ډانډى درپه خيل سيمه کې دتندلارو يوه شکمنه وداني په نخښه کړه.
سرچينې وايي الوتکو په دغه ودانۍ درې ميزائيل داغلي دي چې پکې څلور کسان په هم هاغه مهال ووژل شول.
په دغه بريد کې چې کومه وداني په نخښه کړل شوې دشمالي وزيرستان امنيتي چارواکي وايي دغه دطالبانو ديو پياوړي کمانډر جلال الدين حقاني په ډله پسې دمربوط يو تن غزنوي وه.
امنيتي چارواکي دا هم وايي چې په دغه پيښه کې ٣ افغاني طالبان وژل شوي دي.
خو ازادو سرچينو تر دې مهاله تصديق نۀ دى کړى چې په وژل شوؤ کې غيرملکيان شامل دي که نه؟
په پاکستان کې دحکيم الله محسود په مشرۍ دطالبانو دغير قانوني گرځول شوې ډلې لخوا دخپل وژل شوي مشر بيت الله محسود دوژنې دبدلې اخستو داعلان څخه وروستو دغه لمړى بريد دى چې دجاسوسي الوتکو له لارې شمالي وزيرستان کې ترسره شوى دى.
دا مهال دپاکستان په قبائيلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستان کې دزرگونو غيرملکي او سيمه ييزو جنگيالو دموجوديت ادعاوې کيږي او دپاکستان حکومت وايي په جنوبي وزيرستان کې يې دتندلارو په ضد دپراخه کچ پوځي عملياتو پيل کولو غوڅه پريکړه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG