لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د هيلي کاپټرد غورځيدو له امله 6 عسکر مړه


دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دپاکستاني پوځ يو MI-17 هيلى کاپټر پريوتلى چې له امله يې ٦ پوځيان وژل شوي دي.
دپوځي سرچينو له مخې دغه هيلى کاپټر دباجوړ ايجنسۍ په چارمنگ سيه کې پريوتلى چې له امله يې دعملې دغړو په گډون ٦ پوځيان وژل شوي او دوه ژوبل عسکر دتداوۍ لپاره دخار روغتون ته رسول شوي دي.
سرچينې وايي په چارمنگ سيمه کې دامنيتي ځواکونو MI-17 هيلى کاپټر په سرحدي سيمه مټاک کې پوستې ته دخوراک څښاک څيزونو رسولو څخه وروستو دباجوړ مرکز خار ته راروان ؤ چې دچارمنگ په سيمه کې دلويدلو له امله تباه شو.
بل لوري ته سرچينې وايي دباجوړ سلارزو تحصيل کې دجيټ الوتکو دبمبارۍ له امله ١٢ تندلاري هم وژل شوي دي.
دغه بمباري دسلارزو تحصيل په بانډه سيمه کې دتندلارو په شکمنو ځائيونو ترسره شوې ده چې له امله يې ١٢ تندلاري وژل شوي او گڼ شمير ژوبل شوي دي.
په دغه عملياتو کې دتندلارو دوه مهم مرکزونه هم تباه کړل شوي دي.
ددغه پيښې څخه وړاندې دخالي په ورځ په باجوړ ايجنسۍ کې دمولوي فقير محمد په کور امريکايي جاسوسي الوتکو دوه ميزائيلونه هم داغلي چې پکې دځينو غيرملکيانو په گډون ١٨ کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG