لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان او هنگو کې ٣٤ جنگيالي او٧ پوځيان وژل شوي دي


دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد عمليات دوام لري او پوځ ادعا کوي چې په تيرو ٢٤ؤ ساعتو کې دنښتو په مهال نور ١٩ تندلاري وژلي دي.
دپاکستان پوځ پخپل بيان کې ويلي دي په جنوبي وزيرستان کې ٦ عسکر هم وژل شوي او ٢٠ نور ژوبل شوي دي.
بيان کې راغلي دي امنيتي ځواکونو دکوټکۍ څخه سرا روغه سيمې ته دتلونکي سړک لويه برخه دتندلارو څخه پاکه کړې ده او دانځر کلي په غرونو هم امنيتي ځواکونو خپلې پښې مضبوطې کړي دي.
بيان کې راغلي دي چې امنيتي ځواکونو دگالى گۍ کلي واک ترلاسه کړى دى او غرلۍ کلى دتندلارو څخه پاک کړى دى.
پوځ وايي دتندلارو سره دنښتې په مهال دغلته ١٠ جنگيالي وژل شوي او ٦ؤ عسکرو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى او ١٤ ژوبل شوي دي.
پوځ وايي امنيتي ځواکونو سروکۍ کلى دواک لاندې راوستى او دمائنونو لرې کولو لپاره عمليات دوام لري.
دپوځ وينا ده په سروکۍ کلي کې دتندلارو او امنيتي ځواکونو په نښته کې ٧ ترهه گر وژل شوي او ٥ پوځيان ژوبل شوي دي.
دپوځ له مخې په نواز کوټ کې امنيتي ځواکونو شگه او شراکۍ سر سيمې خوندي کړي دي.
پوځ وايي په شراکۍ سر کې دنښتې په مهال دوه تندلاري وژل شوي او يو عسکر ژوبل شوى دى.
بل لوري ته سرچينې وايي بيگاه ناوخته دصوبه سرحد دهنگو په توره وړۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړى دى چې پکې ١ عسکر وژل شوى او ١٤ تندلاري وژل شوي دي.
دسرچينو وينا ده دواړو خواؤ ديو بل په ضد درنې وسلې وکارولې او دنښتې څخه وروستو امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځائيونو دتوپو له لارې گولۍ هم ورولي دي چې پکې دهغوي دوه ځالې له مينځه وړل شوي دي.
دپاکستان پوځ هم په هنگو کې دتندلارو لخوا په پوسته دبريد پخلى کړى دى او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې يې ١٥ ترهه گر وژلي دي.
دپوځ وينا ده دتندلارو لخوا په دغه بريد کې ١ عسکر وژل شوى او٤ نور ژوبل شوي دي.
دصوبه سرحد په سوات سيمه کې امنيتي ځواکونو دطالب مشر مولانا فضل الله يو نزدې ملگرى علي شاه هم نيولى دى.
سرچينې وايي امنيتي ځواکونو دعلي شاه په نوم دغه تندلارى دسوات دچارباغ سيمې څخه دعملياتو په مهال نيولى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG